د وزيراعظم شهباز شريف د سنګاپور خارجه وزير سره ملاقات ٬ سنګاپور سره د پخوانيو او ملګرتيا اړيكو د لا مستحكمولو عزم پخلې

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف سنګاپور سره د پخوانيو او ملګرتيا اړيكو لا مستحكمولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي پاكستان سنګاپور سره همكارۍ  ته د دوه اړخيزه او آسيان پلېټ فارم د لارې په ګڼ اړخيزه كچو اهميت وركوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالاكرشنن ملاقات …

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف سنګاپور سره د پخوانيو او ملګرتيا اړيكو لا مستحكمولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي پاكستان سنګاپور سره همكارۍ  ته د دوه اړخيزه او آسيان پلېټ فارم د لارې په ګڼ اړخيزه كچو اهميت وركوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالاكرشنن ملاقات وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف سنګاپور سره د پخوانيو او ملګرتيا اړيكو  د لا مستحكمولو عزم پخلې وكړو۔ سږ كال دواړه هېوادونه د سفارتي اړيكو 60 مه سالګره لمانځي۔ وزیراعظم د سنګاپور د  اقتصادي بدلون ٬ جدت او ترقۍ په څانګه كښې ترلاسه شوې كاميابۍ وستايلې۔ ده ووئيل پاكستان سنګاپور سره همكارۍ  ته د دوه اړخيزه او آسيان پلېټ فارم د لارې په ګڼ اړخيزه كچو اهميت وركوي۔ دواړو اړخونو دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وكرولو او په ترجيحي څانګو كښې همكارۍ ته د لا پراختيا وركولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو په سيمه ييز او نړيوال پېشرفت هم خبرې وكړې او په دوه اړخيره او ګڼ اړخيز فورمز يۍ د پرله پسې همكارۍ عزم پخلې وكړو۔

مزید خبریں