د ډاکټر نورین نیازي درملنې په اړه ټول ضروري ګامونه  به د ډاکټرز په سپارښتنو ، د زندان مینوئل ترمخه  پورته كولې شي ، طلال چوهدري

اسلام آباد۔30اکتوبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري وئېلي دي  د  پاکستان تحریک انصاف باني د خور ډاکټر نورین نیازي درملنې او د روغتيا  په اړه  ټول ضروري ګامونه  به د ډاکټرز په سپارښتنو او د  زندان مینوئل  تر مخه به پورته كولې شي ، په دې لړ كښې کومه بې غوري به ونه كړې شي ۔د  جمعې په ورځ سېنېټ  كښې ده ووئېل   د ډاکټر …

اسلام آباد۔30اکتوبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري وئېلي دي  د  پاکستان تحریک انصاف باني د خور ډاکټر نورین نیازي درملنې او د روغتيا  په اړه  ټول ضروري ګامونه  به د ډاکټرز په سپارښتنو او د  زندان مینوئل  تر مخه به پورته كولې شي ، په دې لړ كښې کومه بې غوري به ونه كړې شي ۔د  جمعې په ورځ سېنېټ  كښې ده ووئېل   د ډاکټر نورین نیازي روغتيا  او نورو ضرورتونو مکمل خیال به ساتلے شي  او هغه به  هسپتال  ته د ډاکټرز په مشوره منتقل کولې شي ۔  ده ووئېل  د كوم كس د طبي حالت، هسپتال كښې د  داخلې یا  د درملنې  د ضرورت تعین ډاکټرز  كوي، په دې اړه  پرېكړه د چا په خوښه یا په ذاتي رائے نشي كېدے۔ طلال چوهدري ووئېل كه  ډاکټرز د رنځور  په روغتون كښې د ساتلو ، کوم مخصوص وارډ ته د  منتقل کولو یا د نور علاج سپارښتنه كوي  نو په هغې به  عمل کولې شي ۔ ده واضحه كړه  حکومت طبي معاملات كښې د  ډاکټرز سپارښتنې او  د زندان مینوئل تر مخه  د ګامونو اغستو پابند دے۔

مزید خبریں