اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالا كرشنن د جمعې په ورځ دلته په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال داوړو لارښودو د پاکستان او سنګاپور ترمينځه د سفارتي اړيكو 60 كلونو په بشپړ كېدو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او بېلو …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالاكرشنن سره ملاقات ٬ بېلو څانګو كښې د همكارۍ پراخه كولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالا كرشنن د جمعې په ورځ دلته په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال داوړو لارښودو د پاکستان او سنګاپور ترمينځه د سفارتي اړيكو 60 كلونو په بشپړ كېدو د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د پراختيا وركولو په امكانات يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په ګڼ اړخيزه فورمونو همكاري او آسيان سره د پاكستان د زياتېدونكي تړون جاج هم واغست۔ په خاص توګه په كال 2027 كښې د سنګاپور د آسيان مشرۍ په تناظر كښې د همكارۍ په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په سيمه ييز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كولو سره نائب وزيراعظم اسحاق ډار د شخړو حل او تلپاتې سولې او ثبات ته وده وركولو له د مكالمې او سفارتكارۍ په اهميت زور راوړو۔(اے پي پي وا ١٤١٥)










