وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان چين فرينډشپ هسپتال د جديد سهولتونو پرانسته وكړه ، رنځوانو ته معياري طبي سهولتونه د ويړيا وركولو امر

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بحال كړې شوي پاکستان چين فرينډشپ روغتون پرانستې كولو سره چارواكو ته امر كړے دے چې ګرد هېواد څخه راتلونكو رنځورانو ته  معياري طبي سهولتونه ويړيا وركړئ۔ ده ووئيل  اولسي وسائل د انسانيت خدمت لپاره بايد وكارولې شي٬ داسې نه چې د اداره جارتي غفلت په سبب ضائع كړے شي۔ وزيراعظم د هسپتال د بيا بحلېدونكو  سهولتونو دوره …

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بحال كړې شوي پاکستان چين فرينډشپ روغتون پرانستې كولو سره چارواكو ته امر كړے دے چې ګرد هېواد څخه راتلونكو رنځورانو ته  معياري طبي سهولتونه ويړيا وركړئ۔ ده ووئيل  اولسي وسائل د انسانيت خدمت لپاره بايد وكارولې شي٬ داسې نه چې د اداره جارتي غفلت په سبب ضائع كړے شي۔ وزيراعظم د هسپتال د بيا بحلېدونكو  سهولتونو دوره وكړه، وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال څخه ئې بريفنګ واخست او رنځورانو سره ئې هم وليدل۔ د يادونې وړ ده د چين لخوا د کووډ 19 وباء په مهال ډالۍ كړے شوے آئسوليشن هسپتال اينډ انفيکشس ټريټمنټ سينټر د وباء خاتمې نه وروستو كار بند كړے ٶ او تر څو كالو بند ٶ٬  د پاکستان چين فرينډشپ هسپتال  په نوې نامه د بحالۍ مقصد يوه مهمه قامي اثاثه بيا فعاله كول او رنځورانو ته جديد طبي سهولتونه وركول دي ٬ په خاص توګه ھغه كسانو ته كوم چې د ګرانې درملنې خرڅونه نه شي برداشت كولې۔ د زيارت په ورځ  د پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده وئوېل د روغتون په اړه مېپه  يوه ورځپاڼه كښې لوستې وو چې د ډېرې مودې راهسې دا روغتون بند دے ٬ د دې نوټس اغستو سره مې د د قامي روغتيا وزير ته سپارښتنه وكړه چې د روغتون بحالۍ لپاره ګامونه واخلي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل حکومت به د دارو درملو سل فيصده خرڅونه برداشت كوي او انډس هسپتال اينډ هيلتھ نيټ ورك به د سرکاري و نجي شراکت دارۍ له مخې د هسپتال انتظام چلوي۔  په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال د وزيراعظم  د ذاتي هلو ځلو او د پرله پسې  نګرانۍ  مننې

مزید خبریں