اسلام آباد۔29اکتوبر (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سره د ایران سفیر ډاکټر رضا امیري مقدم مهم ملاقات وكړو چې پكښې د منطقې په اوسنۍ وضعه ، پاک ایران اړيكو ، د دوه اړخيزه اړيكو په ودې او د شرېكې خوښې په چارو تفصیلي خبرې وشوې ۔ملاقات کښې وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د ایران په حالات د تشويش څرګندونې سره ووئېل دا مشکل وخت به هم ان شاء …
د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سره د ایران سفیر ډاکټر رضا امیري مقدم ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔29اکتوبر (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان سره د ایران سفیر ډاکټر رضا امیري مقدم مهم ملاقات وكړو چې پكښې د منطقې په اوسنۍ وضعه ، پاک ایران اړيكو ، د دوه اړخيزه اړيكو په ودې او د شرېكې خوښې په چارو تفصیلي خبرې وشوې ۔ملاقات کښې وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د ایران په حالات د تشويش څرګندونې سره ووئېل دا مشکل وخت به هم ان شاء اللہ تېر شي۔ ده ووئېل به مشکلو حالاتو كښې ښه دوست په كار راځي ، د پاکستاني اولس زړونه د خپلو ایراني ورونړو خوئيندو لپاره درزېږي ۔وفاقي وزیر ووئېل د ایراني مشرتابه قربانیو د ایران اولس سر په وياړ هسك كړے ، د ایران قائدیو په شهادتونو د پاکستان اولس هم دردېدلے دے ۔










