د پاکستان او ترکيې اړيكي په مينه ، خلوص او تاريخي ورثه اډانه دي۔سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي  د پاکستان او ترکيې اړيكي په مينه ، خلوص او شريكه تاريخي ورثه اډانه دي او د آزمېښت په هر وخت كښې د يو بل سره د ملګرتيا روښانه مثالونه دې،د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني، اقتصادي، تجارتي او كلوري مرستي ته به لا وده وركولې شي۔د ترکيې د جمهوري ورځ په موقع د مباركۍ …

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي  د پاکستان او ترکيې اړيكي په مينه ، خلوص او شريكه تاريخي ورثه اډانه دي او د آزمېښت په هر وخت كښې د يو بل سره د ملګرتيا روښانه مثالونه دې،د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني، اقتصادي، تجارتي او كلوري مرستي ته به لا وده وركولې شي۔د ترکيې د جمهوري ورځ په موقع د مباركۍ په خپل پيغام كښې ده د ترکيې صدر رجب طيب ايردوان، ترکيې پارليمان، حکومت او اولس له مباركي وركولو له د نيكو هيلو څرڅګندونه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د ترکيې قامي تاريخ دا مهمه ورځ د جمهوري اقدارو، قومي يووالي او د پرمختګ مزل كښې د تركيې اولس د کاميابيو علامت دے، پاکستان ترکيه سره د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري دغسې د دواړو هېوادونو اولس د يو بل سره جذباتي تړون لري۔ده ووئيل پاکستان او تركيې بيلو څانګو كښې  د مرستي د لارې خپلي ملګرتيا له نوې اړخ وركړے دغسې   پارليماني رابطې به د  شريكې ګټې ودې كښې مهم كردار ترسره كړې

مزید خبریں