وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د سپريم کورټ بار ټاكنو كښې د انډيپنډنټ ګروپ په کاميابۍ سيد امجد شاه او د هغه پينل له مباركي وركړه

اسلام آباد 29 اکتوبر  (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن كلنه ټاكنو كښې د انډيپنډنټ ګروپ په کاميابۍ سيد امجد شاه او د هغه ټول پينل له مباركي وركړه۔د زيارت په ورځ د قانون و انصاف وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د انډيپنډنټ ګروپ پرله پسې کاميابي د وكيلانو د  احسن …

اسلام آباد 29 اکتوبر  (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن كلنه ټاكنو كښې د انډيپنډنټ ګروپ په کاميابۍ سيد امجد شاه او د هغه ټول پينل له مباركي وركړه۔د زيارت په ورځ د قانون و انصاف وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د انډيپنډنټ ګروپ پرله پسې کاميابي د وكيلانو د  احسن بھون په قيادت د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل انډيپنډنټ ګروپ عمر له د وكيلانو ښېګړې او د بار عزت و تکريم ته پام لرنه كړې۔د عاصمه جهانګير ارواښادې اصولي هلي ځلي او د قانون سرلوړۍ لپاره د هغې خذمات د وكيلانو لپاره د لارې مشالونه دي۔سېنېټر اعظم نذير تارړ هيله څرګنده كړه چې د انډيپنډنټ ګروپ نوے قيادت به د وكيلانو ښېګړې او باوري كوول لپاره  خپل كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں