اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناء الله وئيلي دي بايد د رياست او شهيدانو احترام تر پامه وساتلې شي٬ ذاتي انا له په قامي ګټه ترجيح ورنه كړې شي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر کامران مرتضيٰ او سېنېټر علي ظفر د اړخه د پورته كړو نکاتو په ځواب كښې ده ووئيل رياست له د مور درجه …
بايد د رياست او شهيدانو احترام تر پامه وساتلې شي٬ ذاتي انا له دې په قامي ګټه ترجيح ورنه كړې شي۔رانا ثناء الله

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار رانا ثناء الله وئيلي دي بايد د رياست او شهيدانو احترام تر پامه وساتلې شي٬ ذاتي انا له په قامي ګټه ترجيح ورنه كړې شي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر کامران مرتضيٰ او سېنېټر علي ظفر د اړخه د پورته كړو نکاتو په ځواب كښې ده ووئيل رياست له د مور درجه وركړې كيږي،دې لپاره په دې اړه داسې ټكي كارولو څخه دې دډه وكړې شي كوم چې د قبلولو وړ نه وي او ورسره د وګړو جذبات مجروح كيږي۔ده ووئيل د اختلاف او دلائلو وړاندې كولو حق ټولو ته ترلاسه دے خو د ځيني حدود دې خيال وساتلے شي دغسې چې ورسره د چا جذبات مجروح نه شي۔رانا ثناء الله ووئيل زه د مولانا فضل الرحمٰن او نورو سياسي ګوندو لارښودو ډېر احترام كوم خو بايد رياست، هېواد او قامي ګټې ته په ذاتي انا ترجيح وركړې شي۔










