اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان سعودي عرب د زړې د ورورولي او تزويراتي اړيكې په قوي اقتصادي همكارۍ بدلولو لپاره پراخه موقعې موجود دي، حکومت د معاشي اصلاحات تسلسل او سرمايه کارۍ لپاره مستحکم ماحول وركولو لپاره عزم لري۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سعودي عرب سفير ډاکټر راجح طامي البقمي سره د خېرسګالۍ …
د پاکستان سعودي عرب د ورورولي او تزويراتي اړيكې په قوي اقتصادي همكارۍ بدلولو لپاره پراخه موقعې موجود دي۔ د وفاقي وزير د سعودي سفير سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاکستان سعودي عرب د زړې د ورورولي او تزويراتي اړيكې په قوي اقتصادي همكارۍ بدلولو لپاره پراخه موقعې موجود دي، حکومت د معاشي اصلاحات تسلسل او سرمايه کارۍ لپاره مستحکم ماحول وركولو لپاره عزم لري۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سعودي عرب سفير ډاکټر راجح طامي البقمي سره د خېرسګالۍ په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع په دوه اړخيزه اقتصادي مرسته، تجارت، سرمايه کارۍ او د مشترکه ترجيحات په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دې نه وړاندې د خزانې وزير د سعودي سفير ډاکټر راجح طامي البقمي هركلي كولو سره د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اوږدې مودې د دوستۍ او ورورولۍ اړيكو پخلے وكړو۔










