اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د فاضل چينو برآمد په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د چينو برآمد كولو لپاره پاليسي ته حتمي شكل وركړے شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې كمېټۍ تر راتلونكي کرشنګ سيزن د چينو حتمي پانګو د صورتحال جامع جاج واخست٬ د جاج …
د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د چينو برآمد په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه، د چينو برآمد لپاره پاليسۍ ته حتمي شكل وركړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د فاضل چينو برآمد په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د چينو برآمد كولو لپاره پاليسي ته حتمي شكل وركړے شو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې كمېټۍ تر راتلونكي کرشنګ سيزن د چينو حتمي پانګو د صورتحال جامع جاج واخست٬ د جاج مقصد د فاضل چينو د مجموعي كچې سمه اندازه لګول وو او دا خبره هم باوري كول وٶ چې په ګرد هېواد كښې د ځائي استعمال لپاره زياته چيني پاتې شي۔ نائب وزيراعظم د ځائي صارفينو د تحفظ په حواله د وزيراعظم په هدايات زور راوړو۔ ده واضحه كړه چې د چينو په برآمدات كښې د سهولت وركولو مقصد د ځائي كروندګرو معاونت، د چينو صنعت مضبوطول او د زرمبادله پانګې زياتول دي خو د هېواد په ماركيټ كښې د بيعې استحکام په ځائے ساتل وړومبۍ ترجيح ده۔ په غونډه كښې د خوراك وفاقي وزير٬ د موسمياتي بدلون وفاقي وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د تجارت سيکرټري، د پاکستان شوګر ملز ايسوسي ايشن (پي ايس ايم اے) او د ټريډنګ کارپوريشن آف پاکستان (ټي سي پي) نمائندګانو پشمول د اړوند وزارتونو اعلٰې چارواكو ګډون كولو۔










