بايد د پاكستان  دفاع  و سلامتيا په نكته ټول پارليمان او قام يو وي،د مولانا فضل الرحمان سياسي تاريخ د تضادات څخه ډك پروت دے۔د دفاع وزير  خواجه محمد آصف قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي بايد د پاكستان  دفاع  او سلامتيا په نكته بايد ټول پارلمان او قام يو موټے وي، د قامي ګټې په چارو  د اتفاقِ پيدا كولو ګنجائش ته اړتيا ده،د مولانا فضل الرحمان ټول سياسي تاريخ د تضادات څخه ډك پروت دے،د كشمير كاز لپاره د منصب څخه مراعات ترلاسه كولو او د ويړيا سوارۍ …

 

اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي بايد د پاكستان  دفاع  او سلامتيا په نكته بايد ټول پارلمان او قام يو موټے وي، د قامي ګټې په چارو  د اتفاقِ پيدا كولو ګنجائش ته اړتيا ده،د مولانا فضل الرحمان ټول سياسي تاريخ د تضادات څخه ډك پروت دے،د كشمير كاز لپاره د منصب څخه مراعات ترلاسه كولو او د ويړيا سوارۍ څخه  د خوند اغستلو نه علاوه د مولانا فضل الرحمان څه خذمات دي ؟ د زيارت په ورځ قامي  اسمبلۍ كښې د جے يوآئي ف قائد مولانافضل الرحمان د نكات  په ځواب كښې د دفاع وزير ووئيل په تهران كښې رواني خبرې اترې د كومي دفاعي  لوظ ناكې لپاره نه وي او نه  هلته د پاكستان د دفاع يا په دې اړه په كوم بل سرخط څه رسمي خبري اترې كيدلې، فيلډ مارشل  سيد عاصم منير د تير يو نيم كال په مهال د جنګ او په هغې كښې د پاكستان د كاميابۍ نه پس د هېواد لپاره چې كوم كردار ترسره كړے او د خبرو اترو د لارې د مسئلو حل لپاره ئې چې كومي هڅي كړي دا د هغې پيش رفت اهميت دے۔ده ووئيل سعودي عرب، تركيه او پاكستان ترمينځه، دغسې  د قطر، تركيه، پاكستان او انډونيزيا ترمينځه دوه لوظ نامې شوي،د دفاع وزير په حيثيت سره دغه دواړو دفاعي لوظ نامو په اړه زه موجود ووم،تهران كښې چې څه كيدل هغه د دفاع وزارت په اړه كومي رسمي سرګرمۍ نه وي،هلته د يوې ذريعې د لارې پيغام رسولے شوے او دغسې د خبرو اترو لپاره لاره سمه شوې ،دغې نه پس هلته د سعودي عرب او تركيه استازي هم رسيدلي، ده وئوېل د تركيې د اړخه انټيلي جنس چيف موجود ؤ ،د دفاع وزير هلته نه ؤ ځكه هلته زما موجودګي ضروري نه وه۔خواجه محمد آصف ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منير چې كوم كردار ترسره ادا كړے د هغې په نتيجه كښې د جنګ ختمولو له مرسته ترلاسه شوې او په خاص توګه د يمن په مسئله صورتِ حال لا خرابيدے شو خو هغه تر څه حده سنبھال شوے او د خبرو اترو لاره راوېستلې شوې، ده ووئېل هيله لرو چې په يو څو ورځو كښې به د سعودي عرب او يمن په اړه صورتِ حال كښې نور پيش رفت رامخې ته شي لهذا په دې اړه كېدونكې ټكونه څه جواز نه لري۔

مزید خبریں