بلوچستان،  د امنيتي ځواكونو آپريشن ردالفتنه 3، ضلع كيچ كښې يو ترهه ګر ووژلے شو

  پينډۍ 29 اكتوبر  (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د ’’آپريشن ردالفتنه 3‘‘  ترمخه د فتنه الهندوستان په ضد مؤثره كارروائي روانه ساتلو سره د ضلع كيچ په ميناز (بليده) سيمه كښې په استخبارات اډانه عملياتو كښې يو ترهه ګر ووژلو۔ امنيتي ذريعو له مخې د بليده سيمي په ميناز كلي كښې ترهه ګرو دوه ميرمني په زبردستۍ سره د ځان سره بوتللې چې ناكه بندي وكړې …

 

پينډۍ 29 اكتوبر  (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې د ’’آپريشن ردالفتنه 3‘‘  ترمخه د فتنه الهندوستان په ضد مؤثره كارروائي روانه ساتلو سره د ضلع كيچ په ميناز (بليده) سيمه كښې په استخبارات اډانه عملياتو كښې يو ترهه ګر ووژلو۔ امنيتي ذريعو له مخې د بليده سيمي په ميناز كلي كښې ترهه ګرو دوه ميرمني په زبردستۍ سره د ځان سره بوتللې چې ناكه بندي وكړې شوه ۔ دغسې امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره د تختېدونكو ترهه ګرو سمدستي تعاقب وكړو  او په په بل د ډزو تبادله وشوه۔ دغسې د فورسز په مؤثره ځوابي كارروائۍ كښې يو ترهه ګر په ټكي مړ شو ۔ذريعو تصديق كړے چې د وژلي شوي ترهه ګر څخه په زيات مقدار وسله او ګوله بارود تر لاسه شوي۔ امنيتي ځواكونو سيمه ولقه كښې اغستو سره په ممكنه توګه د موجود نورو ترهه ګرو ختمولو لپاره د لټون او كليئرنس عمليات پيل كړې دي ۔امننيتي ذريعو ووئيل بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان نيټ ورك په ضد كارروائۍ په بشپړ عزم سره رواني دي او صوبه كښې امن لپاره تر آخري ترهه ګر ختمولو به عمليات روان وي۔

مزید خبریں