اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پآ) د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د این ایچ اے ټولو سركاري زمكو څخه د قبضې ختمولو پريكړې كولو سره چارواكو ته سخت هدایات جاری کړې دي۔د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي خاص غونډه وشوه ۔ وفاقي وزیر ووئيل په يو ځائے هم د این ایچ اے په يو انچ زمكه د چا قبضه …
د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي غونډه،د این ایچ اے ټولو سرکاري زمكو څخه د قبضې ختمولو پريكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پآ) د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د این ایچ اے ټولو سركاري زمكو څخه د قبضې ختمولو پريكړې كولو سره چارواكو ته سخت هدایات جاری کړې دي۔د مواصلات وفاقی وزیر عبدالعلیم خان په مشرۍ كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي خاص غونډه وشوه ۔ وفاقي وزیر ووئيل په يو ځائے هم د این ایچ اے په يو انچ زمكه د چا قبضه پاتي نشي۔وفاقی وزیر لاهور ګوجرانوله جي ټي روډ په سمدستي توګه د ’’پیچ ورك‘‘ بشپړولو احکامات جاري كړل۔ده ووئيل د این-5 ناوړه صورتحال د افسوس وړ دے،هغه دې په سمدستي توګه بحال كړے شي۔غونډي د فیصل آباد- پنډی بھټیاں موټر وے اېم فور پراخه كولو د كار رفتار هم جاج وا خست۔وفاقي وزير د پنډۍ- حسن ابدال 40 کلومیټره ستره لاره باندې د كار رفتار تندولو هم امر وكړو ۔په غونډه كښې راجن پور، روهړي 70 کلومیټره ستره لاره او د نوښار ۔ پېښور 31 کلومیټره سړك د كار رفتار هم جاج واخستلے شو۔










