وفاقي وزير رانا تنوير حسين د قامي زرعي تحقيقاتي مرکز اسلام آباد دورہ، د ’ري جنريټو ايګريکلچر‘ نندارتون بلاك پرانسته

  اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د خريف 2026 پيشرفت او ربيع 2026-27 منصوبو جاج اغستلو لپاره د خپلي دورې په مهال د قامي زرعي تحقيقاتي مرکز (اين اے آر سي) اسلام آباد كښې په 10 ايکړه زمكه د ريجنريټو آرګينك ايګريکلچر ډيموسټريشن بلاك پرانسته وكړه ۔د پاکستان زرعي تحقيقاتي کونسل (پي اے آر سي) چيئرمېن ډاکټر …

 

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د خريف 2026 پيشرفت او ربيع 2026-27 منصوبو جاج اغستلو لپاره د خپلي دورې په مهال د قامي زرعي تحقيقاتي مرکز (اين اے آر سي) اسلام آباد كښې په 10 ايکړه زمكه د ريجنريټو آرګينك ايګريکلچر ډيموسټريشن بلاك پرانسته وكړه ۔د پاکستان زرعي تحقيقاتي کونسل (پي اے آر سي) چيئرمېن ډاکټر سيد مرتضیٰ حسن اندرابي او ډائريکټر جنرل اين اے آر سي ډاکټر محمد منصور په مشرۍ كښې د دې اقدام مقصد زرعي پيداوار او د كروندګرو ګټي زياتولو لپاره آب و هوا سره سم، د وسائلو په لحاظ سره موثره او د کم لګښت لرونكو کروندې ټيکنالوجيز رامخې ته کول دي۔وفاقي وزير رانا تنوير حسين د پي اے آرسي سائنسمدارو کارکردګي او محنت وستائيلو او په زرعي څانګه كښې رامخې ته شوو چيلنجونو مخنيوي لپاره د جديد او موثره زرعي طريقو ته ودې وركولو په اهميت يې زور راوړو۔ ده د زمكي صحت ښه كولو، د اوبو وسائلو تحفظ، پيداواري لګښت كمولو او موسمياتي بدلونونو سره په سم تحقيق اډانه اقدامات په اهميت زور راوړو۔د نندارې بلاك كښې د  2.5 ايکړه څلور پلاټونه شامل دي كوم چې د تخم ، سبزو ، د تيلو لرونكو غلو د تخمونو او ميوو لپاره وقف دي د كوم په مرسته چې په حياتياتي توګه جوړ شوے مرکزي خمير وركړے كيږي۔ د دورې په مهال ډاکټر محمد منصور وفاقي وزير له د زمكي د صحت په بحالولو،د اوبو محفوظولو، د فصلونو پيداواري صلاحيت ښه كولو او  د خوراك پيداوار ته ودې وركولو لپاره د تخليقي کروندي امکانات په اړه بريفنګ وركړو۔

مزید خبریں