اسلام آباد۔28اکتوبر (اے پي پي)د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي پاکستان او د آذربائيجان اړېكې په مضبوطو حکومتي روابطو نه علاوه په مذهبي، كلتوري او تاريخي خپلوليو اډاڼه دي ، د دواړو هېوادونو تر مينځه قانوني چارې او د انفارميشن ټيکنالوجي پشمول بېلو څانګو كښې مرسته روانه ده ۔د وياند تر مخه سينيټر اعظم نذير تار د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ …
د قانون وفاقي وزير سره د آذر بائيجان سفير ملاقات،د قانون په څانګه كښې په مرسته ، اداره جاتي روابط او دوه اړخيزه اړيكو ته لا پراختيا وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اکتوبر (اے پي پي)د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي پاکستان او د آذربائيجان اړېكې په مضبوطو حکومتي روابطو نه علاوه په مذهبي، كلتوري او تاريخي خپلوليو اډاڼه دي ، د دواړو هېوادونو تر مينځه قانوني چارې او د انفارميشن ټيکنالوجي پشمول بېلو څانګو كښې مرسته روانه ده ۔د وياند تر مخه سينيټر اعظم نذير تار د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ پاکستان كښې د آذربائيجان سفير عرفان داؤدوف او د هغه پلاوي سره ملاقات كښې وكړه ۔ وفاقي وزير د آذربائيجان سفير ته پاکستان كښې په سفارتي ذمه واريو سنبهالولو هر كلے اووې او د آذربائيجان سره يې د ديرينه ورورولۍ او د دوستانه اړيكو څرګندونه وكړه ۔ملاقات کښې د پاکستان او آذربائيجان د قانوني څانګو شرېكې مرستې، اداره جاتي روابط زياتولو او د دوه اړخيزه اړيكو په لا پراختيا امکانات خبرې اترې وشوې










