بلاول بھټو زرداري په بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو په ضد په كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 28 اكتوبر  (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو په ضد په كاميابو كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔  د بلاول هاؤس ميډيا سيل د اړخه جاري شوي بيان له مخې چيئرمېن بلاول بھټو زرداري ووئيل د بلوچستان په بيلو ضلعو كښې د ترهه ګرو په ضد كارروائيو كښې …

اسلام آباد 28 اكتوبر  (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو په ضد په كاميابو كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔  د بلاول هاؤس ميډيا سيل د اړخه جاري شوي بيان له مخې چيئرمېن بلاول بھټو زرداري ووئيل د بلوچستان په بيلو ضلعو كښې د ترهه ګرو په ضد كارروائيو كښې د 9 ترهه ګرو وژل د امنيتي ځواكونو مهمه كاميابي ده۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د ترهه ګرو خاتمې او هېواد كښې امن و امان لپاره د امنيتي ځواكونو هڅي د ستائني وړ دي،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان اولس او امنيتي ځواكونو قربانۍ د نه هيرولو دي۔ده ووئيل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو او د اولس تحفظ لپاره پرله پسې اقدامات ته اړتيا ده

مزید خبریں