اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمهوريه تركيه په 103مه سالګره د تركيې صدر رجب طيب ايردوان، خارجه وزير حاقان فيدان، حكومت او د تركيې اولس له مباركي وركولو سره د پاكستان او تركيې ترمينځه د ورورولۍ پخوانو اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔د سماجي رابطې په پليټ فارم ’’ايكس‘‘ په خپل پيغام كښې نائب وزيراعظم ووئيل …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د جمهوريه تركيه په 103مه سالګره د تركيې صدر رجب طيب ايردوان، خارجه وزير حاقان فيدان، حكومت او اولس له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د جمهوريه تركيه په 103مه سالګره د تركيې صدر رجب طيب ايردوان، خارجه وزير حاقان فيدان، حكومت او د تركيې اولس له مباركي وركولو سره د پاكستان او تركيې ترمينځه د ورورولۍ پخوانو اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلے وكړو۔د سماجي رابطې په پليټ فارم ’’ايكس‘‘ په خپل پيغام كښې نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان او د تركيې اړيكي په شريك تاريخ، شريك باور او د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمينځه په ژوره مينه اډانه دي، دواړو هېوادونو په مشكل وخت كښې عمر له د يو بل مرسته كړې او د يووالي دغه غيرمتزلزل جذبه نن هم د دوه اړخيزه اړيكو پېژندګلو ده ۔محمد اسحاق ډار ووئيل د پاكستان او تركيې شريكي اړيكي په يو جامعه سټريټجكي شراكت دارۍ بدلې شوي۔ده د موجوده اړيكو لا قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔نائب وزيراعظم د تركيې وګړو لپاره د امن، پرمختګ او خوشحالۍ او د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔










