د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې معيشت او واكمنۍ كښې مصنوعي ځېركتيا ، ډيجيټائيزيشن او د علي بابا ګروپ سره د مرستي په پيش رفت د جاج اغستو غونډه

اسلام آباد 28 اكتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د معيشت او ګورننس په بيلو څانګو كښې مصنوعي ځېركتيا (اے آئي) او  د ډيجيټلائزيشن موثره استعمال ته ودې وركولو او د علي بابا ګروپ سره  د سټريټجكي مرسته په كوټلو نتيجو  بدلولو لپاره په اړوندو منصوبو مقرره وخت كښې  د عمل درآمد باوري كولو سپارښتني سره ووئيل د هېواد د پرمختګ راز اے-آئي او ډيجيټائيزيشن سره تړلے دے …

اسلام آباد 28 اكتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د معيشت او ګورننس په بيلو څانګو كښې مصنوعي ځېركتيا (اے آئي) او  د ډيجيټلائزيشن موثره استعمال ته ودې وركولو او د علي بابا ګروپ سره  د سټريټجكي مرسته په كوټلو نتيجو  بدلولو لپاره په اړوندو منصوبو مقرره وخت كښې  د عمل درآمد باوري كولو سپارښتني سره ووئيل د هېواد د پرمختګ راز اے-آئي او ډيجيټائيزيشن سره تړلے دے دغسې ډيجيټلائزيشن، مصنوعي ځېركتيا او د جديد ټيكنالوجي موثر استعمال په پاكستان كښې تجارت، برآمدات، زرعي پيداوار، كاروباري آسانيو او د سركاري خدمات معيار ښه كولو كښې مهم كردار لري۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې معيشت او ګورننس كښې  د مصنوعي ځېركتيا (اے آئي)، ډيجيټائيزيشن او په دې اړه  د علي بابا ګروپ سره د مرستي په پيش رفت د جاج اخستلو غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كر كېلې، برآمدات، روغتيا، توان، تجارت، اعلیٰ تعليم، ريلوے، پوسټل سروسز او شهري انتظام پشمول بيلو څانګو كښې مصنوعي ځېركتيا او  د ډيجيټل ټيكنالوجي  كارولو په اړه په اقدامات بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته وينا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره زرعي څانګه په جديد ډول روانولو ته اړتيا ده دغسې  د علي بابا په مرسته زرعي څانګه كښې  د آټوميشن ودې لپاره هڅي خوشبينه دي۔وزيراعظم د چين منډيانو كښې د پاكستان غلې برآمدات لپاره د علي بابا  د مرستې ستائنې سره سپارښتنه وكړه چې ايكسپورټ پروموشن بورډ دې علي بابا سره په ګډه د هېواد برآمدات زياتولو لپاره مرسته باوري كړي۔ده ووئيل د علي بابا او د پاكستان حكومت ترمينځه سټريټجكي شراكت دارۍ څخه استفادې سره وړو او  د مينځنۍ درجې كاروبارونو له تر نړيوالو منډيانو رسنې وركولو او هېواد كښې په ټيكنالوجي اډانه د پرمختګ نوو موقعي راپيدا كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔غونډي ته ووئيل شول  د كر كيلې په څانګه كښې په مصنوعي ځېركتيا اډانه ماډلز، تمباكو ټريك اينډ ټريس ټيكنالوجي او د ميوو او زيتون برآمدات لپاره په ډيجيټل پليټ فارم كار روان دے۔ علي بابا په پليټ فارم د پاكستان څيزونو برآمدات لپاره خصوصي ويب سائټ او پاكستان پويلين هم جوړ شوے۔تجارتي سهولت په اړه غونډه خبر كړې شوه چې پاكستان  د سنګل ونډو د لارې تجارتي دستاويزات ډيجيټل تصديق نظام فعاله كړے۔دې نه ځانله اېس ايم ايز ډويلپمنټ اتھارټي او د علي بابا په اشتراك سره وړو او د مينځنۍ درجې كاروبارونو  له تر نړيوالو منډيانو رسنې ، تربيې او د اي كامرس موقعو وركولو لپاره دوه كلن پروګرام پيل كيږي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د انفارميشن ټيكنالوجي وزارت ترمخه روان پروګرام اګنائيټ او  د علي بابا په مرسته د آئي ټي ګريجويټس له په مصنوعي  ځېركتيا څانګه كښې د 15 ورځو تربيتي پروګرام دې زر پيل كړے شي۔په غونډه كښې د مصنوعي ځېركتيا په مرسته د كينسر تشخيص مجوزه پائلټ منصوبې  د پيش رفت جاج هم واخستلے شو۔په غونډه كښې د فيډرل بورډ آف ريونيو (ايف بي آر) او پاكستان ريونيو آټوميشن لميټډ (پرال) لپاره د جديد ډيټا پليټ فارم او مركزي ډيټا هب په جوړولو هم بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول  د توان په څانګه كښې اوګرا له د ايندھن سپلائي چين  او ډيټا تجزيې لپاره مصنوعي ځېركتيا او بزنس انټيلي جنس ټولز وركړے كيږي۔دغسې اعلیٰ  تعليم، ريلوے، پوسټل سروس او  د شهري انتظام څانګو كښې هم ډيجيټل ټيكنالوجي او مصنوعي ځېركتيا استعمال په اړه اقدامات د بشپړيدو په پړاؤ كښې دي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د اوګرا او علي بابا په مرسته  د پټروليم مصنوعات سپلائي چين نګرانۍ له  انياليټيكس نظام  زر رائج كړئ۔په غونډه كښې د اعلیٰ تعليم، ريلوے، پوسټل سروسز او شهري انتظام په څانګو كښې ډيجيټل ټيكنالوجي او مصنوعي ذهانت استعمال په اړه په اقدامات هم غور وشو۔وزيراعظم ووئيل ما د چين خپلي دورې په مهال هانګژو كښې د علي بابا هيډكوارټرز كښې ګروپ سره مفاهمتي يادداښت لاس ليك كړے ؤ۔ده سپارښتنه وكړه چې علي بابا ګروپ سره مرسته په كوټلو نتيجو  بدلولو لپاره د ټولو منصوبو واضحه اهداف، ټاكلې موده او  د موثره نګرانۍ ترمخه عمل درآمد دې باوري كړے شي۔وزيراعظم اړوندو وزارتونو ته تر نومبر ټول ضروري اقدامات  د بشپړولو او رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، رانا تنوير حسين، جام كمال خان، ډاكټر مصدق ملك، احد خان چيمه، محمد اونګزيب، عطاء الله تارړ، شزا فاطمه خواجه، سيد مصطفي كمال، عبدالعليم خان، وزير مملكت بلال اظهر كياني او اړوندو اعلیٰ  چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں