اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ګرد هېواد كښې د غنمو د زياتو پانګو د شتووالي، په رسد كښې د تسلسل او د اوړو په بيعه كښې كمے باوري كولو لپاره اړوند چارواكو ته د بازار په صورتحال د كره نظر ساتلو او موثره اقداماتو امر كړے دے۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د نائب …
د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو په اړه د سټيئرنګ کميټۍ غونډه، ګرد هېواد كښې د غلې د شتووالي جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ګرد هېواد كښې د غنمو د زياتو پانګو د شتووالي، په رسد كښې د تسلسل او د اوړو په بيعه كښې كمے باوري كولو لپاره اړوند چارواكو ته د بازار په صورتحال د كره نظر ساتلو او موثره اقداماتو امر كړے دے۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د غنمو په اړه د سټيئرنګ کميټۍ غونډه وشوه چې پكښې په ګرد هېواد كښې د غلې د شتون جاج واخستلے شو او ځائي ماركيټ كښې د رسد په ځائے ساتلو لپاره د غنمو د درآمد په منصوبو هم غور وشو۔ په دې موقع ده وئوېل د غنمو مناسب پانګې په ځائے ساتلو او غله د هر ډول تعطل نه ساتلو ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اولس ته په مناسب بيعه غنم او اوړه باوري كولو لپاره د وفاقي او صوبائي ادارو ترمېنځه مؤثره رابطه کاري ضروري ده۔ نائب وزيراعظم اړوند چارواكو ته امر وكړو چې د مارکيټ د رجحاناتو دې مسلسل نګراني وكړې شي، د غنمو وافر رسنه دې باوري كړې شي او د اوړو په بيعه كښې د كمي رجحان په ځائے ساتلو لپاره دې ضروري اقدامات وكړے شي۔ په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د قامي غذائي تحفظ و تحقيق، تجارت او د سمندري چارو سيکرټريز پشمول د ټولو صوبو او د اړوند وزارتونو او څانګو سينئر چارواكو ګډون كولو۔










