وزير اعظم شهباز شريف د ​رېل سفر محفوظ او باوري كولو لپاره په بيړني بنيادونو د ګامونو اغستو امر وكړو

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ​رېل سفر محفوظ او باوري كولو لپاره په بيړني بنيادونو د ګامونو پورته كولو  امر سره د پاکستان رېلوے بحالۍ او انقلابي اصلاحات لپاره د بشپړه مرستې باور وركړے دے۔ د شوو په ورځ د وزيراعظم آفس ​ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ​وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ليدلي …

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ​رېل سفر محفوظ او باوري كولو لپاره په بيړني بنيادونو د ګامونو پورته كولو  امر سره د پاکستان رېلوے بحالۍ او انقلابي اصلاحات لپاره د بشپړه مرستې باور وركړے دے۔ د شوو په ورځ د وزيراعظم آفس ​ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ​وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ليدلي دي ۔ په ​ملاقات كښې د رېلوے وزارت په انتظامي، مالياتي او اصلاحاتي چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ ​وفاقي وزير حنيف عباسي وزيراعظم د پاکستان ريلوے د کارکردګۍ او روانو منصوبو نه خبر كړو٬ ​پاکستان ريلوے فريټ سروسز كښې ښه والے او مسافرو ته جديد سهولتونه وركولو لپاره  په اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم د ​رېل سفر محفوظ او باوري كولو لپاره په هنګامي بنيادونو د اقدامات امر وكړٶ۔ وزيراعظم په ريلوے كښې سپېځلتيا، اصلاحات او د اولسي ريليف څانګو ته د پام لرنې كولو پخلي كولو سره د پاکستان ريلوے بحالۍ او انقلابي اصلاحات لپاره د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔

مزید خبریں