وزيراعظم سره د جماعت اسلامي امیر په مشرۍ كښې پلاوي وليدل، د مالي استطاعت له مخې حكومت اولس ته آسانۍ وركوي ۔ شهبازشريف

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې زياتوالي څخه په اولس د پرېوتونكې بار بشپړ احساس لرو٬ د موجوده بحران تعلق حكومتي پاليسو سره نه بلكې سيمه ايز او د نړيوالو حالاتو له مخې د تېل په بيعه كښې زياتوالي څخه دے خو د مالي استطاعت له مخې حكومت اولس ته ريليف وركوي ۔ د نهې په ورځ …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې زياتوالي څخه په اولس د پرېوتونكې بار بشپړ احساس لرو٬ د موجوده بحران تعلق حكومتي پاليسو سره نه بلكې سيمه ايز او د نړيوالو حالاتو له مخې د تېل په بيعه كښې زياتوالي څخه دے خو د مالي استطاعت له مخې حكومت اولس ته ريليف وركوي ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمٰن په مشرۍ كښې پلاوي وليدل ٬ د جماعت اسلامي په پلاوي كښې لياقت بلوچ ، سيد فراست شاه، نصر الله رندھاوا او عنايت الله شامل وو٬ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران احسن اقبال، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، علي پرويز ملك، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله ، وزير مملکت بلال اظهر کياني هم موجود وٶ۔ وزيراعظم د پټروليم مصنوعات د بيعې په اړه د جماعت اسلامي لخوا د خبرو اترو د لارې پخپلو د پلاوي مننه وكړه۔ د جماعت اسلامي پلاوي د پټروليم ليوي خاتمې او اولس ته ريليف وركولو لپاره د خپل موقف څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووېيل مونږ د پټروليم مصنوعات  په بيعه كښې د زياتوالي څخه په اولس د بار بشپړ احساس لرو۔ د اوسني سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې د زياتوالي په اړه د  لږ آمدن طبقو ته سهولت د حكومت لخوا وركړے شوے ٬ په پټروليم مصنوعات كښې د ريليف ذکر كولو سره ده ووئيل حکومت  د سيمه ايز بحران حل  لپاره بشپړه سفارتي هڅې كوي دغسې چې صورتحال معمول ته راشي،د موجوده بحران تعلق د حکومتي پاليسو سره نه بلكې سيمه ايز او نړيوالو حالاتو له مخې د تېلو په بيعه كښې د زياتوالي سره دے خو د مالي استطاعت له مخې حکومت اولس ته ريليف وركوي او دا به روان ساتي۔ وزيراعظم پلاوي د لږ آمدن لرونېك  طبقې لپاره د پټروليم مصنوعات  په مد  كښې د حکومت لخوا تر اوسه د وركړې شوي ريليف د تفصيل نه خبر كړٶ او دوي ته ئې اطلاع وكړه چې تر اوسه يو كروړ 27 لكه كسان په دې سكيم كښې رجسټرډ شوي۔ په ملاقات كښې اتفاق راغلو چې حکومت او جماعت اسلامي به په درېو درېو غړو مشتمل کميټي  اقدامات له حتمي سفارشات وړاندې كوي، اولس ته په پټرولو د روان ريليف سکيم دائره به پراخه كوي دغسې چې زيات مستحق كسان دې څخه ګټه پورته كړي، د پټروليم ليوي كښې مرحله وار کمي لپاره دې بجټ له د عمل وړ تجويزونه مرتب كړې شي۔ وزيراعظم د حکومت لخوا كمېټۍ لپاره نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار، احسن اقبال او رانا ثناء الله غوره كړل۔

مزید خبریں