د توان نړيوال بحران په تناظر كښې اولس ته زيات ريليف وركولو ته د حكومت پام كوي۔ احسن اقبال

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د توان نړيوال بحران په تناظر كښې اولس ته زيات ريليف وركولو ته  حكومت پام لرنه كوي خو دې مقصد لپاره تل پاتې او د عمل وړ اقدامات ضروري دي، حکومت او جماعت اسلامي د اولسي ستونزو كمي لپاره مشتركه كمېټي جوړولو ته موافقه كړې ده كومه چې به د پټروليم ريليف …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د توان نړيوال بحران په تناظر كښې اولس ته زيات ريليف وركولو ته  حكومت پام لرنه كوي خو دې مقصد لپاره تل پاتې او د عمل وړ اقدامات ضروري دي، حکومت او جماعت اسلامي د اولسي ستونزو كمي لپاره مشتركه كمېټي جوړولو ته موافقه كړې ده كومه چې به د پټروليم ريليف سکيم دائره کار كښې پراختيا او په راتلونكي بجټ كښې د پټروليم ليوي مرحله وار خاتمې په اړه كوټلې تجويزونه مرتب كوي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم صلاحكار رانا ثنا ء الله سره پرېس بريفنګ كښې ده ووئيل په کميټۍ كښې د جماعت اسلامي درې استازي او د حكومت لخوا نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او رانا ثناء الله پشمول حكومتي استازي شامل وي، کميټي به د ټولو پړاٶنو جاج اخستو سره د عمل وړ سفارشات مرتب كوي دغسې چې زياتو مستحقو كسانو ته ريليف وركړي ۔ ده ووئيل د ايران، امريکې او اسرائيل ترمېنځه د جنګ او د آبنائے هرمز د لارې د تېلو رسد كښې د خنډانو له امله د توان نړيوال بحران لا سنګين شوے دے، د يمن په اړه تاٶ تريخوالي او په منطقه كښې عدم استحکام هم د تيلو  نړيوال ترسيل متاثره كړے دے چې په نتيجه كښې ئې د تيلو نه يوازې بيعه بلكې د وړل راوړل، انشورنس او لاجسټکس خرڅونه هم زيات شوي دي،د ګيس رسنه هم د دې حالاتو څخه ځپلې شوې ده  ۔ ده ووئيل د امريکې نه تر آسټراليا يو شمېر هېوادونو كښې د پټرول او ډيزل بيعې زياتېږي او په اوسني غير يقيني صورتحال كښې دا اندازه لګول ګرانه ده چې په راتلونكو دوو دريو مياشتو كښې به د تېلو د بيعې رجحان څه وي، په منطقه كښې هر نوې ډرون بريد او ميزائل کارروائي د توان په نړيوال ماركيټ فشار زياتولې شي۔ ده ووئيل د نړۍ يو شمېر هېوادونه د ممكنه نوو بحرانونو مخنيوي او  دخپل معيشتونو محفوظولو لپاره وسائل جمع كوي ځكه چې د توان په بيعه كښې اضافه د يو معيشت لپاره د شديد معاشي جټكے سبب جوړېدي شي۔ احسن اقبال ووئيل  پاکستان په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي كمي او په نړيوال توان بحران قابو موندلو لپاره سفارتي هڅې كوي۔ ده ووئيل  حکومت او جماعت اسلامي د اولسي ستونزو كمولو لپاره مشتركه كمېټي جوړولو ته اتفاق كړے دے كومه چې به د پټروليم ريليف سکيم دائره کار كښې پراختيا او په راتلونكي بجټ كښې د پټروليم ليوي مرحله وار خاتمې په اړه كوټلې تجويزونه مرتب كوي ۔ ده په سياسي ګوندونو زور راوړو چې ھغوي  د موجوده سيمه ايز او نړيوال صورتحال له مخې د هېواد داخلي سلامتيا، امن او سياسي استحکام په ځائے ساتلو كښې خپل كردار وبولوي،  پاکستان كښې استحکام په ځائے ساتل د ټولو سياسي ګوندونو مشتركه ذمه واري ده۔ ده دا هيله څرګنده كړه چې د جماعت اسلامي قيادت به زمونږ په غږ همدردانه غور وكړي او ټول سياسي طاقتونه به په ګډه د عمل وړ لاره ولټوي چې ورسره په دې ستونزمنده معاشي وضعه كښې اولس ته زيات ريليف وركړے شي۔

مزید خبریں