د اسلام آباد ماډل زندان منصوبه مكمل شوه ، د سياسي بنديوانو پشمول د اسلام آباد ټول بنديوان به نوې زندان ته منتقل كولې شي٬ وزيراعظم به ډېر زر د زندان پرانسته وكړي۔ محسن نقوي

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د وفاقي پايه تخت د تېرو 17 كالو راهسې د ځنډ ښكار د اسلام آباد ماډل زندان منصوبه بشپړه شوې ده چې په وړومبي پړاٶ كښې د 1500 نه تر 1800 بنديوانو د ساتلو ځائے به لري٬ د دې رسمي پرانسته به په راتلونكو څو ورځو كښې وزيراعظم شهباز شريف كوي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د وزير مملکت طلال چوهدري …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د وفاقي پايه تخت د تېرو 17 كالو راهسې د ځنډ ښكار د اسلام آباد ماډل زندان منصوبه بشپړه شوې ده چې په وړومبي پړاٶ كښې د 1500 نه تر 1800 بنديوانو د ساتلو ځائے به لري٬ د دې رسمي پرانسته به په راتلونكو څو ورځو كښې وزيراعظم شهباز شريف كوي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د وزير مملکت طلال چوهدري سره د نوي جوړ ماډل زندان تفصيلي دوره وكره او د ټولو انتظامي و تعميراتي انتظامات ئې جاج واخست۔ په دې موقع د سي ډي اے چيئرمېن، د اسلام آباد آئي جي پوليس، د اسلام آباد ډي سي اور نور اعلٰې چارواكي هم موجود وٶ۔ د دورې په مهال  وفاقي وزير د زندان د روغتون ، ډينټل يونټ، آپريشن تھيټر، د ډٶډو د آټوميټك پلانټ، کچن، مېس، بېرکس، سيلز او بنديزانو لپاره د جوړې ملاقاتي سيمو تفصيلي جاج واخست۔ محسن نقوي د زندان مېس كښې بنديوانو لپاره د خوراك معيار هم وكتلو  او په سهولتونو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير ميډيا ته ووئيل  په منصوبه ابتدائي كار په كال 2009 كښې او په رسمي توګه  په 2016 كښې پېل شوے ٶ خو چې كله ما په كال 2024 كښې د دې جاج واخست نو دا يوازې د 40 نه تر 50 فيصده جوړ ٶ۔ ده په لږه موده كښې د كار په بشپړولو د طلال چوهدري، داخله وزارت، سي ډي اے او د اسلام آباد پوليس د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل  د وزيراعظم د پرانستې نه سمدستي وروستو به اډياله زندان څخه د اسلام آباد د عدالتونو ټول بنديوانان په پړاٶنو كښې دلته منتقل كولې شي٬ د سياسي بنديوانو په حواله ده واضحه كړه چې د اسلام آباد د عدالتونو په دائرہ اختيار كښې ټول راتلونكې بنديوان به نوې زندان ته منتقل كولې شي۔ ده زياته كړه چې زندان د نړيوال معيار له مخئ فيس ريکګنيشن او د سخت ډيجيټل مانيټرنگ سسټم نه ليس كړے شوے  دغسې چې د نشه اي توكو او ممنوعه څيزونو د داخلې لاره ونيولې شي  او د عملې د مخ ملازې خاتمې لپاره تعيناتۍ په ډيپوټيشن شوې ده

مزید خبریں