د قامي اسمبلۍ غونډه كښې په 27 اکتوبر 1947 كښې په جمو و کشمير د هندي ځواكونو د داخلېدو و جبري قبضې په ضد د غندنې قررارداد منظور شو

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې په 27 اکتوبر 1947 كښې جمو و کشمير ته د هندي ځواكونو د داخلېدو و جبري قبضې په ضد د غندنې قررارداد منظورولو سره وئيلي شوي دي د مقبوضه کشمير اولس او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره روانو هلو ځلو او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د متفقه قراردادونو له مخئ …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډه كښې په 27 اکتوبر 1947 كښې جمو و کشمير ته د هندي ځواكونو د داخلېدو و جبري قبضې په ضد د غندنې قررارداد منظورولو سره وئيلي شوي دي د مقبوضه کشمير اولس او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره روانو هلو ځلو او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د متفقه قراردادونو له مخئ دې د جمو او کشمير سوله ايز حل او كشميري اولس ته د خپل سباون د پرېكړې كولو حق وركړے شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلي كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د نن نه نزدې 78 كاله اګاهو په 27 اکتوبر كال 1947 هندي ځواكونو په مقبوضه جمو و کشمير ناجائزه قبضه كړې ۔ ده ووئيل کشميريانو د دغې په ضد د بلها قربانيو وركولو داستان رقم كړے٬  كه د 1989 نه وشمېرلے شي نو نزدې 97 زره كسانو شهادت قبول كړے٬ دوه لكه كورنه ويجاړ   كړې وي ٬ په زندان كښې هم 7 زره كسان شهيدان كړے شي خو نن هم د دوي په زړونو كښې د آزادۍ جذبه قائم ده۔ ده ووئيل دا ايوان مطالبه كوي چې د پاكستان حکومت د کشميريانو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان اوساتي او د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ كړي٬ دا ايوان د دې عزم څرګندونه كوي چې د پاکستان قامي اسمبلي دې د کشميريانو د هلو ځلو او د دوي د خپلواكۍ د حق ملاتړ  دوامدار اوساتي۔ د دې نه وروستوز د كشمير كمېټۍ پارلماني چيئرمېن رانا قاسم نون په ايوان كښې د قرارداد په انګريزۍ كښې متن وړاندې كړو او قامي اسمبلۍ  قرارداد په يوه خله منظور كړو۔

مزید خبریں