اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں و كشمير (آئي آئي او جے كے) اولس لپاره د پاكستان د غير متزلزل سياسي، سفارتي او اخلاقي مرستې پخلي كولو سره ووئيل د جموں و كشمير شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې په منصفانه او نل پاتي ډول حل كول …
د جموں و كشمير شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې حل كول سوئيلي اسياﺀ كښې د امن و استحكام لپاره ضروري ده ۔ سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں و كشمير (آئي آئي او جے كے) اولس لپاره د پاكستان د غير متزلزل سياسي، سفارتي او اخلاقي مرستې پخلي كولو سره ووئيل د جموں و كشمير شخړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې په منصفانه او نل پاتي ډول حل كول سوئيلي اسياﺀ كښې د تل پاتي امن و استحكام لپاره ضروري ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په جموں وكشمير د هند د قبضې په اړه د تورې ورځې په موقع په خپل پيغام كښې وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل 27 اكتوبر 1947ء د كشمير د تاريخ تر ټولو توره ورځ ده كله چې د هند عسكر سرينګر ته داخل شول او په جموں و كشمير ئې غير قانوني قبضه وكړه۔ده ووئيل د 27 اكتوبر ورځ په كشميريانو د ظلم او جبر يادګېرنه كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د كشميريانو جرات، ثابت قدمۍ او قربانو ته پيرزوئني وړاندې كولو سره ووئيل كشميريانو د نسلونو نه د خپل وقار، آزادۍ او انصاف ترلاسه كولو لپاره هلي ځلي رواني ساتلي۔ سردار اياز صادق ووئيل د خپلواكۍ حق تر لاسه كولو د جموں و كشمير شخرې بنيادي نكته ده او په دې اړه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو كښې په شوو لوظونو عمل درآمد ته اړتيا ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د جموں كشمير آزادۍ هلو ځلو په مهال شهيدوش وو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د كشمير د آزادۍ هلو ځلو كښې د شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي۔ده ووئيل هغه ورځ لري نه ده چې مقبوضه كشمير كښې به د آزادۍ لمر راښكاره شي او كشميريان به آزاده فضا كښې ژوند تير كړي۔









