اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د كشمير مسئلې منصفانه حل سوئيلي اسياﺀ كښې د موثر امن لپاره ضروري دے،ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د كشميريانو سره شوې لوظونه پوره كړي او د ملګرو ملتونو په اړوندو قراردادونو عمل درآمد باوري كولو لپاره خپل مؤثر كردار ترسره كړي۔د كشمير تورې ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د …
د كشمير مسئلې منصفانه حل سوئيلي اسياﺀ كښې د موثر امن لپاره ضروري دے ۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د كشمير تورې ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د كشمير مسئلې منصفانه حل سوئيلي اسياﺀ كښې د موثر امن لپاره ضروري دے،ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د كشميريانو سره شوې لوظونه پوره كړي او د ملګرو ملتونو په اړوندو قراردادونو عمل درآمد باوري كولو لپاره خپل مؤثر كردار ترسره كړي۔د كشمير تورې ورځ په موقع په خپل پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل 27 اكتوبر 1947ء د كشميريانو د تاريخ يوه توره ورځ ده،كله چې د هند عسكر جموں و كشمير ته داخل شول او د كشميريانو هيلي يې نظرانداز كړې، دغه ورځ مونږ ته د كشميريانو هلي ځلي ، بے مثاله قربانۍ او د هغوي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره د هغوي د غير متزلزل عزم يادګېرنه كوي۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل كشمير د پاكستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده او سيمه كښې امن سره يوه تړلي بنيادي مسئله ده، بايد كشميريانو ته د خپل سباؤن د پريكړې په آزادۍ سره حق ترلاسه شي۔ده ووئيل د طاقت كارول، بنديزونو او د بشري حقونو په اړه د اندېښنو باوجود كشميريانو خپلي هلي ځلي رواني ساتلي كومې چې د هغوي د عزم او ثابت قدمۍ عكاس دي ۔د سېنېټ چيئرمېن د خپل پيغام په آخر كښې ووئيل د كشمير توره ورځ د نړيوالي ورورولۍ لپاره يوه مهمه يادونه ده چې د كشميريانو تسليم كړي د خپلواكۍ حق لپاره سنجيده او مؤثر اقدامات وكړے شي، پاكستان به تر يو منصفانه حل تر ترلاسه كيدو د كشميريانو سره ولاړ وي۔









