سېنېټ د كشمير تورې ورځې په موقع د کشمیریانو سره د يووالي قرارداد منظور په يوه خله کړو

  اسلام آباد 26 اکتوبر  (اے پي پي)سېنېټ د ګل په ورځ د وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د اړخه وړاندې كړے شوے قرارداد په يوه خله منظور كړو چې پكښې د مقبوضه جموں و کشمیر اولس سره د يووالي څرګندوني سره د هغوي د خپلواكۍ حق  له د مرستې پخلے شوے ۔انجینئر امیر مقام قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل ټول پاکستان او بهر هېوادونو كښې مېشته  د پاکستان سفارتي …

 

اسلام آباد 26 اکتوبر  (اے پي پي)سېنېټ د ګل په ورځ د وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د اړخه وړاندې كړے شوے قرارداد په يوه خله منظور كړو چې پكښې د مقبوضه جموں و کشمیر اولس سره د يووالي څرګندوني سره د هغوي د خپلواكۍ حق  له د مرستې پخلے شوے ۔انجینئر امیر مقام قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل ټول پاکستان او بهر هېوادونو كښې مېشته  د پاکستان سفارتي مشنز كښې هر كال 27 اکتوبر د كشمير توره ورځ لمانځلې كيږي چې مقصد ئې په کشمیریانو روان ظلمونه په ډاګه كول او د هغوي هلو ځلو سره د يووالي څرګندونه كول دي۔قرارداد كښې د کشمیریانو قربانو ته پيرووئنې وړاندې كولو سره وئيلي شوي هغوي د خپل ځاني زيان ، زندانونو او نورو ستونزو باوجود د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كولو له هلي ځلي كوي۔په قرارداد كښې په 27 اکتوبر 1947ء د هند عسكرو جموں و کشمیر  ته داخليدل د کشمیر شخړي په تاريخ كښې يو نوے باب ګرځولے شوے۔دغسې غوندې د دې مؤقف پخلے وكړو چې د جموں و کشمیر مسئلې امناكه، منصفانه او  تل پاتي حل بايد د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل د اړوندو قراردادونو له مخې ولټولې شي او دې لپاره  د كشميريانو د هيلو او خپلواكۍ حق احترام كولو ته اړتيا ده۔قرارداد كښې په ملګرو ملتونو زور راوړلے شوے چې په خپلو اړوندو قراردادونو عمل درآمد او کشمیریانو له د منلې شوي حق خود اراديت استعمال موقع وركولو له كردار ترسره كړي۔ ایوان د نړيوالي ورورولۍ څخه هم غوښتنه وكړه چې مقبوضه جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو صورتِ حال نوټس واخلي او د کشمیریانو بنیادی حقونو تحفظ له فعاله كردار ترسره كړي۔قرارداد كښې د پاكستان په حکومتِ پاکستان زور راوړلے شوے چې د کشمیریانو سیاسی، اخلاقي او سفارتي مرسته دوامداره اوساتي او په نړيوال فورمز د كشمير مسئله رامخې ته كولو له هڅي موثر كړي۔سېنېټ د کشمیریانو هلو ځلو او د دوي د د خپلواكۍ حق د مرستې عزم پخلي سره په دې خبره زور راوړو چې د كشمير مسئله بايد د د كشميرانو د هيلو له مخې حل كړې شي۔

مزید خبریں