ملتان۔ 26 اکتوبر (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني هيله څرګنده كړې ده چې د پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه د ثالثۍ روانې هلې ځلې به كاميابي تر لاسه كوي ۔ ده ووئېل پاکستان په دې نازکه مرحله د مفاهمت او مصالحت لپاره اپنا کردار ادا کوي او دعا ده چې دا هڅې ګتورې ثابتې شي ۔ د ګل په ورځ د پخواني وفاقي وزیر …
د پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه د ثالثۍ هڅې به کامیابېږي، د سېنېټ چئیرمین سیدیوسف رضا ګیلاني

مزید خبریں
ملتان۔ 26 اکتوبر (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني هيله څرګنده كړې ده چې د پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه د ثالثۍ روانې هلې ځلې به كاميابي تر لاسه كوي ۔ ده ووئېل پاکستان په دې نازکه مرحله د مفاهمت او مصالحت لپاره اپنا کردار ادا کوي او دعا ده چې دا هڅې ګتورې ثابتې شي ۔ د ګل په ورځ د پخواني وفاقي وزیر ملک مختار اعوان په مړينه د غمرازۍ كولو نه پس میډیا ته ده ووئېل پاکستان د هند سره د شخړې په مهال د تحمل او ذمه وارۍ په مظاهرہ کولو په نړۍ ثابته كړه چې هغه يو ذمه وار جوهري ریاست دے۔ د جنګ په مهال د پاکستان طرز عمل نړۍ ته اوښودل چې هېواد د صلاحیت لرونكې قیادت په لاسو كښې دے۔ ده ووئېل پاکستان د تحمل څرګندونه كړې ، په ضرورت يې خپله دفاع وكړه او نړۍ ته يې د خپل صلاحيت احساس وركوو ۔ پخواني وفاقی وزیر ملک مختار اعوان ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره چیئرمین ووئېل هغه د پاکستان پیپلز پارټۍ زوړ ملګرے ؤ او هغه د صوبائي و وفاقي وزیر په حیث خدمات تر سره كړي وو۔ حق رسېدلي خپل ټول ژوند ګوند لپاره وقف كړے ؤ او د هغه ځامن او نمسي هم د پیپلز پارټي سره تړون لري ۔د ګرانۍ په اړه د پوښتنې په ځواب سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل د ګرانۍ خلاف احتجاجي تحریکونه په اروپا كښې هم روان دي د كومو نه چې ښكاري دا مسئله نورو هېوادونو ته هم ورمخې ته ده ۔د سوئېلې پنجاب صوبې جوړېدو په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئېل پاکستان پیپلز پارټي په دې اړه د زیات نه زيات اتفاق پیدا کولو له هڅه كړې او د صوبې جوړولو لپاره يې قراردادونه منظور کړي ۔ ګوند د سینټ نه هم بل منظور کړے دے۔









