اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د اېتھوپيا سره اقتصادي اړيكو لا مستحکمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې مرسته زياتولو له د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔ ده دا خبره د ګل په ورځ پاکستان كښې د ايتھوپيا سفير ډاكټر عمر حسېن اوبا سره ملاقات كښې وكړه،ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت، سرمايه كارۍ، د بينکارۍ …
پاکستان اېتھوپيا سره اقتصادي اړيكې لا مستحکمولو او مرسته زياتولو له لوظي دے : د خزانې وزير اورنګزيب د اېتھوپيا سفير ډاكټر عمر حسېن اوبا سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د اېتھوپيا سره اقتصادي اړيكو لا مستحکمولو او د شريكې خوښې په څانګو كښې مرسته زياتولو له د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔ ده دا خبره د ګل په ورځ پاکستان كښې د ايتھوپيا سفير ډاكټر عمر حسېن اوبا سره ملاقات كښې وكړه،ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت، سرمايه كارۍ، د بينکارۍ رابطو ٬ اقتصادي مرستې، د شريكې خوښې په چارو بحث وشو۔ ملاقات كښې د ايتھوپيا منسټر کونسلر ميلاو ګيتاشيو او سياسي سفارت کارۍ انچارج کالکيډان ټيډيسے هم وجود وو،د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاکستان او ايتھوپيا په اقتصادي پرمختګ او تجربو خبرې وكړې او د دواړو هېوادونو معاشي ډھانچو كښې د مماثلتونو ذکر کولو سره ئې په دې خبره زور راوړو چې د پرمختګ لپاره ځائې حالات او ضروريات سره همغږي لرونكې تګلاره به اختيارول وي۔ دوي د اقتصادي پرمختګ رفتار تندولو لپاره د يو بل د تجربو څخه د استفادې کولو او د شريكي مرستي لا مستحکمولو په امکانات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خزاني وزير د ايتھوپيا سره اقتصادي اړيكو لا مستحکمولو او د شريكي خوښې په څانګو كښې مرستي زياتولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ډلو د تجارت، سرمايه کارۍ ، مالياتي مرستي او اقتصادي رابطو ودې لپاره پرله پسې رابطو او د شريكو هڅو روانو ساتلو ته اتفاق وكړو۔









