ساهيوال 26 اکتوبر(اے پي پي) وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف ساهيوال كښې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي چوهدري محمد اشرف او د پنجاب اسمبلۍ غړي او صوبائي وزير ملك نديم کامران کور ته لاړو چرته چې هغه د غمجني كورنۍ سره لاس نيوه وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړڅه جاري شوي بيان له مخې وزيرِاعظم د چوهدري محمد اشرف په مړينه د هغه د كورنۍ …
وزيرِاعظم شهباز شريف د چوهدري محمد اشرف او ملك نديم کامران کورنۍ سره لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
ساهيوال 26 اکتوبر(اے پي پي) وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف ساهيوال كښې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي چوهدري محمد اشرف او د پنجاب اسمبلۍ غړي او صوبائي وزير ملك نديم کامران کور ته لاړو چرته چې هغه د غمجني كورنۍ سره لاس نيوه وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړڅه جاري شوي بيان له مخې وزيرِاعظم د چوهدري محمد اشرف په مړينه د هغه د كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ وزيرِ اعظم محمد شهباز شريف ساهيوال كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي او پلاننګ اينډ ډويلپمنټ صوبائي وزير اروښاد ملك نديم کامران كور ته هم لاړو او هلته ئې د هغه د زوي سره لاس نيوه وكړه۔وزيرِاعظم په دې مهال د ارواښادو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغام لپاره دعا اوكړه۔وزيراعظم ووئيل چوهدري محمد اشرف او ملك نديم کامران عمر له د سيمس د اولس او جمهوريت خدمت کړے،د ارواښادو د ګوند او ساهيوال اولس لپاره خذمات به عمر له ياد ساتلې شي۔په دې موقع د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء الله او وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ او عطاء الله تارړ هم موجود وو۔









