د ګليشيئرز ويلي كيدل او چركونه د موسمياتي بدلون سختو اثرات كښې شامل دي: د وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك پري کوپ۔31 ډائيلا ګ ته وينا

اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د ګليشيئرز ويلي كيدل او کلاؤډ برسټ د موسمياتي بدلون سختو اثرات كښې شامل دي د كومو په نتيجه كښې چې د پاکستان پشمول بيلو هېوادونو كښې ودانۍ ، انساني ژوند او تهذيبونه ځپلې كيږي دغسې د ګرين هاؤس ګيسونو اخراج كښې كمي  او تر ځپليو هېوادونو موسمياتي مالي معاونت وركولو ته اړتيا ده،سېلاب …

اسلام آباد 26 اکتوبر(اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د ګليشيئرز ويلي كيدل او کلاؤډ برسټ د موسمياتي بدلون سختو اثرات كښې شامل دي د كومو په نتيجه كښې چې د پاکستان پشمول بيلو هېوادونو كښې ودانۍ ، انساني ژوند او تهذيبونه ځپلې كيږي دغسې د ګرين هاؤس ګيسونو اخراج كښې كمي  او تر ځپليو هېوادونو موسمياتي مالي معاونت وركولو ته اړتيا ده،سېلاب په لويه توګه د ځاني او مالي زيان سبب  ګرځي،موسمياتي بدلون د اوسني وخت تر ټولو لوي چيلنج دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ’’پري کاپ۔31 ‘‘ ډائيلاګ ته وينا كښې وكړه۔وفاقي وزير  ډاکټر مصدق ملك ووئيل نړيوال درجه حرارت كښې د زياتوالي له امله د ګليشيئرز ويلي كيدو او کلاؤډ برسټ سره د  پاکستان پشمول د نړۍ بيلو هېوادونو ته غټ خطر پیښ دے دغسې  د موسمياتي بدلون له امله ځپلو شوو هېوادونو ته ماحولياتي مالي معاونت وركول هم يو غټ چيلنج دے۔ده ووئيل د ګليشيئرز په اړه د تباهۍ وړ پېښو يواځې شميرو په توګه كولو په ځائے د هغې انساني اړخونه پيژندلو ته اړتيا ده ځكه چې دغه آفتونو كښې يواځې د كورونه او بنيادي ډھانچې نه تباه كيږي بلکه د وګړو پخواني يادونه ، معاش او ټوله آبادي ځپلې كيږي۔وفاقي وزير د ورچوئل يونيورسټۍ د لارې موسمياتي بدلون او واورې نظام په اړه تحقيق و تعليم ته  د ودې تجويز ذکر كولو سره ووئيل په دغه منصوبه كښې د بيلو هېوادونو د محققينو او پوهانو شموليت زياتيږي۔ده ووئيل په نړيواله كچه  د شريك تحقيق او مرستي د لارې د ګليشيئرز سره تړون لرونكو خطرو پيژندلو او د سباون تباهۍ څخه بچ كيدو لپاره مؤثره تګلاره جوړيدې شي۔

مزید خبریں