فیلډ مارشل سید عاصم منیر د پاک  پوځ د پخواني سر لښكر (ر) عبدالوحید کاکړ په مړينه غمرازي ښكاره كړه ،  په غوره خدمات پېرزوئنې

پنډۍ ۔26اکتوبر(اے پي پي) د پوځ سر لښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر او  د پاك پوځ هر رېنکس  د پخواني سر لښكر عبدالوحید کاکړ په مړينه د زيات غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ، څوك چې د ګل په ورځ پنډۍ كښې په حق ورسېدلو ۔ د پاک  پوځ د اولسي اړيكو څانګې  (آئي ایس پي آر)  تر مخه  آرمي چیف، چیف …

پنډۍ ۔26اکتوبر(اے پي پي) د پوځ سر لښكر و چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر او  د پاك پوځ هر رېنکس  د پخواني سر لښكر عبدالوحید کاکړ په مړينه د زيات غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ، څوك چې د ګل په ورځ پنډۍ كښې په حق ورسېدلو ۔ د پاک  پوځ د اولسي اړيكو څانګې  (آئي ایس پي آر)  تر مخه  آرمي چیف، چیف آف ډیفنس فورسز او د  پاک  پوځ  هر رېنکس د حق رسېدلي غوره  پوځي کیریئر، قیادت او د پاک  پوځ لپاره د هغه  د  قدر وړ خدمات  ته په زړه پورې د عقيدت پېرزوئنې  وړاندې كړې۔  بیان كښې وئېلې شوي دي پاک پوځ د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شریک دے او  د هغوي سره د زړه نه د غمرازۍ څرګندونه كوي۔ عسکري قیادت دعا وكړه چې لوي څښتن  دې حق رسېدلي له په جنت الفردوس كښې اعلیٰ مقام وركړي او د هغه كورنۍ له  دې  د دې غم د زغملو  همت او صبر وركړي۔

مزید خبریں