اسلام آباد۔25اکتوبر(اے پی پی) د پارلماني او آئيني چارو د څېړونکي ډاکټر دلاور حسېن کتاب چې د پاکستان د سېنېټ په اړه دې په سیاسي، علمي او صحافتي حلقو کښې په پراخه كچه ستايلې شي كومو چې دا په پارليماني نظام كښې د سېنېټ په اهميت ٬ رول او فعالیت مشتمل د خپل نوعيت لومړې بشپړ تحقيقي كتاب بللې دې۔ "سینیټ آف پاکستان اور علاقائی نمائندګی۔تاریخ، کردار اور پارلیمانی کارکردګی" …
د سېنېټ په اړه د ډاکټر دلاور حسېن وروستی کتاب؛ یوه مهمه علمي هڅه

مزید خبریں
اسلام آباد۔25اکتوبر(اے پی پی) د پارلماني او آئيني چارو د څېړونکي ډاکټر دلاور حسېن کتاب چې د پاکستان د سېنېټ په اړه دې په سیاسي، علمي او صحافتي حلقو کښې په پراخه كچه ستايلې شي كومو چې دا په پارليماني نظام كښې د سېنېټ په اهميت ٬ رول او فعالیت مشتمل د خپل نوعيت لومړې بشپړ تحقيقي كتاب بللې دې۔ “سینیټ آف پاکستان اور علاقائی نمائندګی۔تاریخ، کردار اور پارلیمانی کارکردګی” سرليك لاندې دا كتاب د پاکستان د پارلماني سیاست، د آئين د پراختیا مرحلو، وفاقي جوړښت او د جمهوري ادارو د تکامل په اړه ښه پوهېدو لپاره یوه مهمه علمي هڅه ده۔ دې كتاب كوم چې د امریکا د مشهورې خپرونې ادارې “بلومزبري اکاډمېک” لخوا خپور شوې، كال 1973 كښې د سېنېټ له تاسيس څخه د دې تر ارتقاﺀ ٬ آئيني اختياراتو ٬ قانون سازۍ ٬ صوبائي نمائندګۍ او پارليماني كاركردګۍ بشپړه احاطه كړې ده۔ په خاص توګه دې كښې اتلسم آئيني ترميم څخه وروستو د سېنېټ په كردار كښې د رامخې ته شوو بدلونونو بشپړه تجزيه هم وړاندې كړې شوې ده۔ په يونيورسټي آف اېډنبرا كښې د جنوبي اېشيائي او تقابلي سياست پروفېسر ولفرېډ سوينډن د كتاب سریزه لیکلې، چې پکښې ویل شوي “که څه هم د دوه ايواني پارليماني نظام مطالعه په نړيوالو قطبي هېوادونو كښې په پراخه كچه شوې ده بياهم د نړۍ په سوئيلي هېوادونو كښېې په دې موضوع تحقيق نسبتا ً كم شوې دې۔ دلاور حسېن سيمه ييزې نمائندګۍ ته خصوصي پام ګرځولو سره د سېنېټ آف پاكستان په اړه په اولني ځل يوه بشپړه او تفصيلي مطالعه وړاندې كولو سره ددې علمي خلا په ډکولو کښې د پام وړ رول لوبولی دې۔ دا كتاب د كال 2012 څخه تر 2018ﺀ په مهال د تاريخي شواهدو او د سېنېټ د فعاليتونو په بنسټ د پاكستان د مشرانو جرګې (سېنېټ) ايوان مفصل او دقيقي تحليل وړاندې كوي۔









