باکو، آذربائیجان۔25اکتوبر (اے پی پی)د آذربائيجان پلازمينه باكو كښې په 12 م باكو انټرنېشنل بك فېئر كښې پاكساني سفارت د وفاقي تعلیم او پېشه ورې تربيې او نېشنل بك فاؤنډېشن په همكارۍ د هیواد د نامتو لیکوالو د كتابونو نندارتون وكړو۔ دلته څخه د خپرې شوې اعلامیې له مخې د پاکستاني کتابونو په دې مجموعه كښې ناولونه، شاعري ، سفرنامې او د ماشومانو ادبیات شامل وو، چې له لارې یې …
په باکو نړیوال کتاب مېله کښې د پاکستان سفارت ګډون؛ د هېواد د ادبي میراث نندارتون

مزید خبریں
باکو، آذربائیجان۔25اکتوبر (اے پی پی)د آذربائيجان پلازمينه باكو كښې په 12 م باكو انټرنېشنل بك فېئر كښې پاكساني سفارت د وفاقي تعلیم او پېشه ورې تربيې او نېشنل بك فاؤنډېشن په همكارۍ د هیواد د نامتو لیکوالو د كتابونو نندارتون وكړو۔ دلته څخه د خپرې شوې اعلامیې له مخې د پاکستاني کتابونو په دې مجموعه كښې ناولونه، شاعري ، سفرنامې او د ماشومانو ادبیات شامل وو، چې له لارې یې نندارتون ته راغلي لیدونکو ته د پاکستان د اکاډمېک، ادبي او کلتوري میراث څخه د خبرېدو فرصت ترلاسه شو۔ د دې کتاب نندارتون موضوع، چې د آذربایجان د کلتور وزارت لخوا تنظیم شوې و “ژوند له سكرين څخه لرې دې: یو ماشوم، یو کتاب، یوه ریښتینې نړۍ” وه۔ په نندارتونو كښې د بېلو هېوادونو خپرونکو، لیکوالو او ادبي ادارو برخه واخیسته، چې مقصد يۍ د لوستلو ترغيب وركول ، د کتاب ملګرتیا او نړیواله کلتوري تبادله پیاوړې کول وو۔ د باکو په نړیوال بك فېئر كښې د پاکستان ګډون د ادب او کتابونو له لارې د پاکستان او آذربائیجان ترمنځ د متقابل تفاهم او کلتوري اړیکو د لا پیاوړتیا اهمیت په ډاګه كوي۔ ادبي او کلتوري فعالیتونه د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو په وده کښې مهم رول لوبوي۔









