سپېکر اياز صادق د ملګرو ملتونو ورځې په مناسبت خپل پیغام کښې نړیوال امن، انصاف او څو اړخیزې همکارۍ لپاره د نړیوال عزم په تکرارولو ټینګار وكړ

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپېکر سردار اياز صادق د ملګرو ملتونو د ورځې په مناسبت خپل پیغام کښې نړیوال امن، انصاف او څو اړخیزې همکارۍ لپاره د نړیوال عزم په تکرارولو ټینګار كړې دې۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي پېغام كښې سردار اياز صادق ووئيل نړيواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او مقصد سره د خپل پېوستون …

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپېکر سردار اياز صادق د ملګرو ملتونو د ورځې په مناسبت خپل پیغام کښې نړیوال امن، انصاف او څو اړخیزې همکارۍ لپاره د نړیوال عزم په تکرارولو ټینګار كړې دې۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي پېغام كښې سردار اياز صادق ووئيل نړيواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو د منشور اصولو او مقصد سره د خپل پېوستون پخلې وكړي ، د نړيوالو چېلنجونو مبارزې له مكالمه ٬ سفارتكاري ٬ متقابل درناوې او اجتماعي اقدامات اړين دي٬ د وسله والو شخړو ٬ بشري بحرانونو ٬ معاشي نابرابرۍ او موسمياتي بدلون په تناظر كښې د ملګرو ملتونو كردار د تېر وخت په مقابله كښې په روان وخت كښې زيات مهم شوې دې۔ هغه ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې عادلانه او تلپاتې حل اړين دې۔ سپیکر ووئيل  په فلسطين كښې به د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې عادلانه او تلپاتې امن په ځاې كول وي۔ سردار ایاز صادق ووئيل نړيوال لوظونه د مؤثره قانون سازۍ ٬ جمهوري نګرانۍ او بشپړه پالېسي سازۍ دلارې په عملي اقداماتو كښې بدلول د پارليماني مهمه ذمه واري ده٬ د ملګرو ملتونو نظام سره د پارليمانونو مضبوط ترون امن ٬ تلپاتي پرمختګ ٬ بشري حقونو او جمهوري ادارو ته وده وركولو كښې مرستيال ثابتېدې شي۔ سردار اياز صادق ووئيل چې د ملګرو ملتونو ورځې په موقع نړيواله ورورولي دې اختلافات او ګټې يو اړخ ته كولو سره  د ګډ مسؤوليت ٬ يووالي او همكارۍ جذبه خپله كړي۔

مزید خبریں