اسلام آباد 24اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بھټو زرداري وئيلي دي د پوليو خاتمه د حکومت، طبي عملې، مور پلار او د ټولني د پرله پسې او كوټلو هڅو تقاضا كوي، ضروري ده چې د ټولو ډلو په هڅو كښې همغږي وي او د ويکسين وركولو كمپائن ، اولسي رابطې او د فرنټ لائن کارکنانو معاونت روان وساتلې شي۔دې دا خبره د ورلډ پوليو ډے په …
پوليو رنځ ختمولو له به حكومت ٬ طبي عملې ٬ مور پلار او ټولنې له پرله پسې او كوټلې هڅې كول وي: بي بي آصفه بھټو زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 24اکتوبر (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بھټو زرداري وئيلي دي د پوليو خاتمه د حکومت، طبي عملې، مور پلار او د ټولني د پرله پسې او كوټلو هڅو تقاضا كوي، ضروري ده چې د ټولو ډلو په هڅو كښې همغږي وي او د ويکسين وركولو كمپائن ، اولسي رابطې او د فرنټ لائن کارکنانو معاونت روان وساتلې شي۔دې دا خبره د ورلډ پوليو ډے په موقع په خپل يو پيغام كښې وكړه كومه چې نن د خالي په ورخ په 24 اکتوبر لمانځلې كيږي۔ آصفه بھټو زرداري په دې خبره زور راوړو راځئ چې د پوليو څخه پاك پاکستان له د عزم پخلے وكړو ٬ دغسې چې ټول كوچنيان صحت مند ژوند وكړي او د دې رنځ څخه محفوظ پاتي شي۔دي ووئيل د پوليو خاتمه زما زړه غواړي ۔زما مور شهيدي بے نظير بھټو په كال 1994ء كښې د پوليو خاتمې وړومبے كمپائن پيل كړے ؤ او تر ټولو وړومبے ئې ما له د پوليو مخنيوي څاڅكي راكړي وو۔دي ووئيل هغه وخت په پاكستان كښې د پوليو د خاتمې له د قامي هڅو پېل كېدونكے ؤ۔ بي بي آصفه بھټو زرداري ووئيل پاکستان د پوليو په ضد جنګ كښې پيش رفت کړے خو زمونږ كار لا بشپړ شوے نه دے۔ ويکسين څخه محروم پاتي ټول ماشومان اوس هم د پوليو خطر سره مخ دي۔ دې ووئېل مونږ له به باوري كول وي چې يو ماشوم هم محروم پاتي نشي،په خاص توګه هغه سيمو كښې چرته چې د وګړو رسنه مشكل وي۔









