اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د ملګرو ملتونو نړيوالې تاريخي ورځ په موقع پاكستان د ملګرو ملتونو د منشور ٬ مقصد او اصولو سره د كلك تړون او د ټولو رياستونو خپلواكۍ ٬ د هغوي په داخلي چارو كښې د لاس نه وهلو او د شخړو سولئيز هواري له د تړون پخلے كوي٬ ملګرو ملتونو له به نړۍ ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له …
ملګري ملتونه بايد نړۍ ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له په نړيواله كچه روانو هڅو كښې د لارښودنې كردار ترسره كړي: د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د ملګرو ملتونو نړيوالې تاريخي ورځ په موقع پاكستان د ملګرو ملتونو د منشور ٬ مقصد او اصولو سره د كلك تړون او د ټولو رياستونو خپلواكۍ ٬ د هغوي په داخلي چارو كښې د لاس نه وهلو او د شخړو سولئيز هواري له د تړون پخلے كوي٬ ملګرو ملتونو له به نړۍ ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له په نړيواله كچه هڅو كښې د لارښودنې كردار ترسره كول وي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښی ده وئيل پاكستان نن نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د ملګرو ملتونو ورځ لمانځي كومه چې د ملګرو ملتونو د منشور د منظورۍ 81 كلونو بشپړېدل رايادوي۔ پاكستان په دې تاريخي ورځ د ملګرو ملتونو د منشور مقصد او اصولو سره د خپل كلك پېوستون پخلے كوي۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره د اندېښنې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د منشور د يو شمېر بنيادي اصولو په ګرده نړۍ كښې پرله پسې خلاف ورزۍ كيږي د كومو مثالونو چې په مقبوضه كشمير او مقبوضه فلسطين كښې ليدلې كېږي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ په دې مهمه ورځ د ملګرو ملتونو د هغه سلګونو امن ډلو اهلكارو او نورې عملې ته پېرزوئنې وړاندې كوو كومو چې د فرض ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو په امن مشنز كښې تر ټولو زياته برخه اخستونكو هېوادونو كښې شامل دے۔ وزیراعظم ووئيل پاسكتان د ملګرو ملتونو د بېلو ادارو مهم كردار او د مرستې پروګرامونو ته د قدر په سترګه ګوري او د دې ستائنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان په ګڼ اړخيزه نظام د خپل كلك باور او د دې عزم پخلے كوي چې ملګري ملتونه به د نړيوالو هڅو محور پاتې كېږي۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو له به هم په نړيوالو هڅو كښې نړۍ ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د لارښودنې كردار ترسره كول وي۔ پاكستان په دې لر كښې ټولو غړو هېوادونو او ملګرو ملتونو سره په ګډه د كار روان ساتلو د عزم پخلے كوي دغسې چې د ملګرو ملتونو په منشور كښې شامل دا وژن عملي كرے شي چې مقصد يۍ د ټولو ږباره امن او سوكالي رامخې ته كول دي ۔









