اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د مالدیپ صدر ډاكټر محمد معیزو د پاکستان درې ورځنۍ سركاري دورې بشپړولو نه پس سهار بيرته خپل هېواد ته ستون شوے ۔د دورې په مهال د واړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 20 کروړه ډالره ته د رسولو پشمول په بيلو څانګو كښې مرستي ته ودې وركولو ته اتفاق راغلے۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند دفتر د اړخه جاري …
د مالدیپ صدر ډاكټر محمد معیزو د پاكستان دورې په مهال د واړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 20 کروړه ډالره ته د رسولو پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته ودې ته موافقه كړې ۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د مالدیپ صدر ډاكټر محمد معیزو د پاکستان درې ورځنۍ سركاري دورې بشپړولو نه پس سهار بيرته خپل هېواد ته ستون شوے ۔د دورې په مهال د واړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 20 کروړه ډالره ته د رسولو پشمول په بيلو څانګو كښې مرستي ته ودې وركولو ته اتفاق راغلے۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې د مالدیپ صدر ډاكټر محمد معیزو د 20 نه تر 22 اکتوبر د پاكستان درې ورځنۍ دورې بشپړولو نه پس سهار هېواد ته ستون شوے۔ صدر معیزو د وړومبۍ ميرمن ساجدہ محمد او يو اعلیٰ پائې پلاوي سره د وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلنه د پاكستان دوره وكړه ۔ وفاقی وزیر محمد جنید انور چوهدری په هوائي ميدان هغه ته په مخه ښه اووې۔د دورې په مهال صدر محمد معیزو د صدر مملکت آصف علی زرداري او وزیراعظم محمد شهباز شریف سره ملاقاتونه وكړل۔









