د نائب وزيراعظم اسحاق ډار مصري خارجه وزير ډاكټر عبد العاطي سره ملاقات ٬ په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په ودې وركولو اتفاق

  استنبول۔23 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د مصر خارجه وزير ډاكټر عبدالعاطي د دواړو هېوادونو د تجارتي او كاروباري ادارو ترمنځه تړون له ٬ كركيلې او د دفاع په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ په لا تندولو اتفاق كړے دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق …

 

استنبول۔23 اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د مصر خارجه وزير ډاكټر عبدالعاطي د دواړو هېوادونو د تجارتي او كاروباري ادارو ترمنځه تړون له ٬ كركيلې او د دفاع په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ په لا تندولو اتفاق كړے دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په استنبول كښې د آر -4  وزارتی غونډې په موقع د مصر خارجه وزير ډاکټر بدر عبدالعاطی سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او مصر ترمنځه د پخوانو او ورورولۍ اړيكو توثيق وكړو او دوه اړخيزه اړيكې لا مخ په وړاندې بوتللو له يۍ د اعلی كچې پرله پسې تړون په اهميت ټينګار وكړو۔ دواړو لارښودو د تجارت ٬ كركيلې ٬ د تجديد وړ توان او دفاع په شمول بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په ودې وركولو اتفاق وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو په سيمه ايزه او نړيواله وضعه په خاص توګه د فلسطين او منځتي ختيز په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په سيمه ايزو چېلنجونو قابو موندلو له د پرله پسې خبرو اترو او سفارتكارۍ په اهميت زور راوړو۔ دواړو لارښودو د څلور هېواديزه چوكاټ له مخې پرله پسې مشاورت ٬ نزدې رابطه كارۍ او د شريكې خوښې په چارو همكاري روانه ساتلو له د خپل عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں