اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره منصفانه هلو ځلو له د پاکستان د غیر متزلزل مرستې پخلي سره ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې خپلواكه او بې پرې استصوابِ رائے د لارې د خپل سباؤن پريكړي حق تر ترلاسه كېدو له د كشميريانو مرسته روانه ساتي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري …
وزیراعظم شهباز شریف سره د آزاد کشمیر صدر ډاكټر محمد نجیب نقی خان وليدل،د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره هلو ځلو كښې د پاکستان لخوا د غیر متزلزل مرستې پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره منصفانه هلو ځلو له د پاکستان د غیر متزلزل مرستې پخلي سره ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې خپلواكه او بې پرې استصوابِ رائے د لارې د خپل سباؤن پريكړي حق تر ترلاسه كېدو له د كشميريانو مرسته روانه ساتي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزاد جموں و کشمیر صدر ډاكټر محمد نجیب نقی خان سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د جمعې په ورځ وليدل ۔ وزیراعظم شهباز شريف ډاكټر محمد نجیب نقی خان له د صدر آزاد جموں و کشمیر د صدر په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزیراعظم شهباز شریف آزاد جموں و کشمیر كښې پرمختيائي عمل تندولو او د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره د وفاقی حکومت د اړخه د هر ممكن مرستي باور وركړو۔وزیراعظم د کشمیریانو د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو منصفانه هلو ځلو لپاره د پاکستان د غیر متزلزل مرستې پخلے وكړو۔وزیراعظم ووئيل پاکستان به د کشمیریانو اولس له د هغوي د جائزو حقونو تر ترلاسه كولو له د خپله اخلاقی، سفارتی او سیاسی مرسته روانه ساتي۔دغسې د وزیراعظم صلاحكار رانا ثناء اللہ خان هم په دې مهال موجود ؤ ۔









