اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئيلي دي د بحري چارو وزارت درېو مهمو ادارو په مالي كال 2024-25 كښې د پاکستان په وړومبو 10 ګټه ورو سرکاري ادارو كښې په ښې كاركردګۍ ځانله ځائے جوړ كړے ۔ د وزارت د اړخه جاري پرېس ريليز له مخې د نهي په ورځ د خزاني وزارت سينټرل مانيټرنګ يونټ د اړخه …
د بحري چارو وزارت درېو مهمو ادارو په مالي كال 2024-25 كښې د پاکستان په وړومبو 10 ګټه ورو سرکاري ادارو كښې ځانله ځائے جوړ كړے ۔محمد جنيد انوار چوہدري

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري وئيلي دي د بحري چارو وزارت درېو مهمو ادارو په مالي كال 2024-25 كښې د پاکستان په وړومبو 10 ګټه ورو سرکاري ادارو كښې په ښې كاركردګۍ ځانله ځائے جوړ كړے ۔ د وزارت د اړخه جاري پرېس ريليز له مخې د نهي په ورځ د خزاني وزارت سينټرل مانيټرنګ يونټ د اړخه جاري د سرکاري ادارو كلنه مجموعي رپورټ 2024-25 له مخې کراچۍ پورټ ټرسټ (کے پي ټي) ګټه ورو ادارو كښې په 6م ، پورټ قاسم اتھارټي (پي کيو اے) په 7م دغسې پاکستان نيشنل شپنګ کارپوريشن (پي اين ايس سي) لسم پوزيشن ترلاسه كړے ۔يو بيان كښې وفاقي وزير دا د پاکستان بحري څانګي لپاره مهمه كاميابي ګرځولو سره ووئيل دا نتيجې د درېو واړو ادارو د انتظاميې او د ملازمانو د خوارۍ او پېشه وره صلاحيتونو سره سره د بحري چارو وزارت د پرله پسې لارښونې او نګرانۍ څرګندونه ده۔









