صدر آصف علي زرداري د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر سره وليدل، د پاکستان او المان ترمېنځه مضبوطې٬ ګټورې شراکت دارۍ لپاره دوه اړخيزه مرستې ته په جامع ډول پراختيا وركولو  زور

برلن 23 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او المان ترمېنځه موجوده سياسي، اقتصادي او دفاعي مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د شته امكانات څخه د بشپړه استفادې په ضرورت زور راوړے دے٬ ده د معيشت او تجارت، جديد ټيکنالوجيز، موسمياتي بدلون مخنيوي صلاحيت، د هنرمندۍ وده او اولسي او كلتوري تبادلو ته خاص پام كولو په اهميت رڼا واچوله۔ د جمعې په ورځ …

برلن 23 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او المان ترمېنځه موجوده سياسي، اقتصادي او دفاعي مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د شته امكانات څخه د بشپړه استفادې په ضرورت زور راوړے دے٬ ده د معيشت او تجارت، جديد ټيکنالوجيز، موسمياتي بدلون مخنيوي صلاحيت، د هنرمندۍ وده او اولسي او كلتوري تبادلو ته خاص پام كولو په اهميت رڼا واچوله۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا خبره په برلن  كښې د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر سره په ملاقات كښې كړې۔ صدر آصف علي زرداري د المان صدر په بلنه وركولو او د خپل پلاوي په تود هركلي او مېلمستيا مننه وكړه۔ ده ووئيل دا دوره المان سره د پاکستان د اوږدې مودې اړيكو د لا ژورولو د عزم عكاس ده۔ ده د دې خبرې څرګندونه وكړه چې پاکستان د مسلسل ګټورو روابطو د لارې موجوده اړيكو لا مضبوطولو ، مستحکمې او په شريكه ګټه اډانه شراكتدارۍ  بدلولو له چمتو دے۔ صدر مملکت د دې مهمې دورې ستائنې كولو سره ووئيل  دا د 23 كالو دمې نه پس كېږي كومه چې د دوارو هېوادونو اړيكو كښې د يو مهم باب حېثيت لري۔ ده ووئيل سږ كال د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 75مه سالګره هم لمانځلې كېدونكې ده۔ ده ووئيل  پاکستان المان په اروپا كښې خپل مهم شراكتدار ګڼي او مېرمنې اختيار مندې كولو، سماجي تحفظ او د انساني ترقۍ په څانګو كښې د المان معاونت ته په درنه سترګه ګوري۔ صدر مملکت د امريکې او ايران په شخړه كښې د پاکستان د مخلصانه ثالثۍ کردار د المان لخوا  په اعتراف د صدر فرېنك والټر شټائن مائر مننه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان  سيمه ايز او نړيوال امن و استحكام په ګټه  د شخړو هواري لپاره په مسلسل مکالمه او ګټورو خبرو باور لري۔ د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر د پاکستان او المان ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75مه سالګره د صدر آصف علي زرداري د دورې په المان كښې تود هركلے وكړو٬ هغه په دې وروستيو كښې په پېښور كښې د سكول بام غورځېدو د افسوس وړ په پېښه كښې د ماشومانو په مړينه د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔ هغه دا هيله څرګندونه كړه چې پاکستان او المان به دوه اړخيزه کاروباري هلو ځلو ته وده، د تعليم په څانګه كښې مرستې او تکنيکي اشتراك مخ په وړاندې بوتللو لپاره د کاروبار او تجارت  په څانګو كښې لا موثره هڅو سره روابط روان ساتي ۔ د المان صدر سيمه ايزو او د نړيوالو شخړو هواري كښې د پاكستان د زيات شوي سفارتي كردار ستائنه وكړه۔ صدر فرېنك والټر شټائن مائر المان ته بېرته د ستنوٶنكو 500 افغان وګړو د تصدق په عمل كښې په سهولت كولو د پاكستان د حكومت ستائنه وكړه۔ هغه د تېرو څلورو لسيزو نه د زياتې مودې راهسې د لكهونو په شمېر د افعانانو د انساني خواخوږۍ په بنياد په مرسته كولو هم د پاكستان ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو د افغانستان په اړه په چيلنجز هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ صدر آصف علي زرداري واضحه كړه چې پاکستان افغانانو سره شخړه نه لري خو پاكستان به ترهګرو ته افغان خاوره كارولو سره په پاکستانو وګړو د بريدونو  او د هېواد د خپلواكۍ د خلاف ورزو اجازه ورنه كړي۔ د المان صدر د خاص خوښی په ځواب كښې صدرآصف علي زرداري ووئيل د مكه دفاعي لوظنامې مقصد سيمه ايزه سلامتيا باوري كول دي٬ دا لوظنامه د سيمه ايزو شخړو په ځائے  سيمه ايزې سلامتيا لپاره يوه متبادل لاره وركوي او د كوم خاص هېواد په ضد نه ده۔ صدرآصف علي زرداري چې د المان صدر ته د پاکستان دورې بلنه وركړه نو په دې د المان صدر ووئيل  زه په به مناسب وخت د پاکستان دوره كوم٬ د پلاوي نه غېر  ملاقات نه پس د دواړو مشرانو ترمېنځه د پلاويو په كچه هم خبرې وشوې ۔ د پاکستان په پلاوي كښې د سندھ وزيراعليٰ مراد علي شاه، صوبائي وزيران شرجيل مېمن او جام خان شورو، سينيټر سليم مانډوي والا او په المان كښې د پاکستان سفير سلمان شريف شامل وو۔ د دې نه وړاندې د المان  دفاع وزارت كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو ٬ په دې موقع د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر هم موجود ٶ۔

مزید خبریں