ټول ډسکوز كښې د ډيټيکشن بلنګ نظام مكمل ډيجيټائز،يواځې دې د مرکزي پورټل د لارې ډيټيکشن بل جاري کړے شي۔سردار اويس احمد خان لغاري

اسلام آباد 23 اکتوبر  (اے پي پي) د توان (پاور ډويژن) وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د بجلۍ وېش کوونكو کمپنيو (ډسکوز) د اړخه  د ډيټيکشن بل په لړ كښې د بجلۍ  صارفين  ته د اضافي بل  لېږلو په سختۍ سره نوټس اخستے او ډسکوز له ئې خبردارے وركړے چې  كوم هم صارف ته سباؤن كښې غلط ډيټيکشن بل وانه لېږلے شي۔د پاور ډويژن وياند له مخې د …

اسلام آباد 23 اکتوبر  (اے پي پي) د توان (پاور ډويژن) وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د بجلۍ وېش کوونكو کمپنيو (ډسکوز) د اړخه  د ډيټيکشن بل په لړ كښې د بجلۍ  صارفين  ته د اضافي بل  لېږلو په سختۍ سره نوټس اخستے او ډسکوز له ئې خبردارے وركړے چې  كوم هم صارف ته سباؤن كښې غلط ډيټيکشن بل وانه لېږلے شي۔د پاور ډويژن وياند له مخې د جمعې په ورځ د ډسکوز بورډز آف ډائريکټرز سره غونډه كښې ده سخت او كوټلي اصلاحاتي فريم ورك نافذولو له رسمي سپارښتنه وكړه۔ده په ډاګه كړه چې د بجلۍ غلا مخنيوي ته پام لرنه كيږي خو په بے ګناہ وګړو د بار اچولو اجازه به ورنه كړې شي۔د دې فريم ورك ترمخه د فيلډ عملې صوابديدي اختيارات په بشپړ ډول  د ضابطې پابند كړې شوي دغسې چې اولس ته تحفظ ترلاسه شي او دې سره سره د بجلۍ غلا په ضد په ايماندارۍ سره فرائض ترسره كوونكو افسرانو په لاره كښې څه خنډان رامخې ته نه شي۔د وفاقي وزير سپارښتني په رڼا كښې د پاور ډويژن ټول ډسکوز پابند کړې كيږي چې اوس به ډيټيکشن بلنګ يواځې د پي آئي ټي سي مرکزي آن لائن پورټل د لارې په عمل كښې راوستلے شي۔ فيلډ عملې يا ايس ډي اوز د اړخه لاسي او د خپلي خوښې ډيټيکشن بل په جاري کولو بنديز لګولے شوے۔ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د دې عزم پخلے وكړو چې د حکومت مقصد د بجلۍ څانګه د صارف دوسته جوړول او په هره كچه بشپړ ځواب وركول باوري كول دي۔  د صارفين د حقونو تحفظ ته به پام لرنه كولې شي او چا له به هم د قانون او قواعد و ضوابط څخه د بالا كيدو او د اولس معاشي استحصال کولو اجازه ورنه كړي شي۔

مزید خبریں