اسلام آباد۔23 اکتوبر(اے پی پی) لنډ مهال صدر سید یوسف رضا ګیلاني سعودي عربستان سره د پاکستان د یووالي ٬ د هغوي د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ملاتړ تكرارولو سره په سيمه ايزه وضعه اندېښنه ښكاره كولو سره د مكالمې او سفارتكارۍ په حاجت زور راوړے دے٬ د هغه وېنا وه چې پاكستان او سعودي عربستان د عقیدې، متقابل درناوي او ورورولۍ په ژورو اړیکو سره تړلي دي۔ د …
پاکستان د سعودي عربستان د یووالي، خپلواكۍ او ځمکېزې بشپړتیا ملاتړ کوي، سیمه ایز وضعیت ښه کولو لپاره سفارتكاري اړينه ده: سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔23 اکتوبر(اے پی پی) لنډ مهال صدر سید یوسف رضا ګیلاني سعودي عربستان سره د پاکستان د یووالي ٬ د هغوي د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ملاتړ تكرارولو سره په سيمه ايزه وضعه اندېښنه ښكاره كولو سره د مكالمې او سفارتكارۍ په حاجت زور راوړے دے٬ د هغه وېنا وه چې پاكستان او سعودي عربستان د عقیدې، متقابل درناوي او ورورولۍ په ژورو اړیکو سره تړلي دي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ څخه د جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر سره په پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير ډاكتر راجع طامي البقمي ملاقت وكړو او د دواړو هیوادونو ترمنځه په دفاعي همکارۍ، سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي ملګرتیا ټینګار كولو سره يۍ د اوږد مهاله ورورولۍ اړيكو لا پیاوړتیا لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔سید یوسف رضا ګیلاني ووئیل دواړه هیوادونه د ګډې عقیدې، متقابل درناوي او ورورولۍ په بنسټ ژورو اړیکو تړلي دي۔ هغه سعودي عربستان سره د پاکستان د یووالي ٬ د هغوي د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ملاتړ تكرارولو سره په سيمه ايزه وضعه اندېښنه ښكاره كولو سره د مكالمې او سفارتكارۍ په حاجت زور راوړو۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د سعودي عربستان په پرمختګ كښې په سعودي كښې د مېشته 50 لكه پاكستانو وګړو كردار په ډاګه كړو۔ هغه په دې مهال سعودي عربستان څخه د راتلونكو ترسيلات زر د پاكستان په معيشت كښې د مهم كردار ذكر هم وكړو۔ سعودی سفیر ووئيل زه پاكستان خپل دويم كور ګڼم٬ ،سعودې مشرتابه له اولې ورځې څخه پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په پياوړې بنيادونو ولاړې دي او د كاروبار ٬ تجارت او سرمايه كارۍ په مېدان كښې به دا مخ په وړاندې بوځو۔ لنډ مهاله صدر هيله څرګنده كړه چې د نوي سفير په دور كښې به دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې شي۔










