اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګوادر كښې د تعميراتي كمپنۍ په خالي كيمپ د فتنه الهندوستان بريد په شنډولو او د 7 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پېشه وره صلاحيتونو، مستعدي او غير متزلزل عزم ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د فتنه الهندوستان ترهه …
د كورنيو چارو وفاقي وزيرِ محسن نقوي د تعميراتي كمپنۍ په كيمپ د بريد په شنډولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اكتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ګوادر كښې د تعميراتي كمپنۍ په خالي كيمپ د فتنه الهندوستان بريد په شنډولو او د 7 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو پېشه وره صلاحيتونو، مستعدي او غير متزلزل عزم ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو ناوړه عزائم په وخت كاروائي سره په شنډولو په امنيتي ځواكونو ټول قام وياړ او ناز لري۔د كورنيو چارو وفاقي وزير خبردارے وركولو سره ووئيل د بلوچستان امن او تعمير و پرمختګ مزل كښې د خنډانو راولاړونكې هېواد دښمنه عناصر او ترهه ګر به انجام ته رسولې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ كښې ټول قام د خپلو وسله والو ځواكونو سره ولاړ دے۔










