وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نړيوال مشاورتي فرم الويريز اينډ مارسل د قطبي امريکې آپريشنز منيجنګ ډائريکټر پيټر بريګز وليدل

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  پاکستان اداره جاتي اقتصادي اصلاحات، د معيشت ډيجيټلائزيشن او ميرټ و سپېځلتيا ته د ودې د لارې، معاشي ترقي او خوشحالي ترلاسه كولو لپاره بشپړه هڅې كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نړيوال مشاورتي فرم الويريز اينډ مارسل(اے اينډ اېم) …

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  پاکستان اداره جاتي اقتصادي اصلاحات، د معيشت ډيجيټلائزيشن او ميرټ و سپېځلتيا ته د ودې د لارې، معاشي ترقي او خوشحالي ترلاسه كولو لپاره بشپړه هڅې كوي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نړيوال مشاورتي فرم الويريز اينډ مارسل(اے اينډ اېم) د قطبي امريکې آپريشنز منيجنګ ډائريکټر پيټر بريګز وليدل٬ وزيراعظم د منيجنګ ډائريکټر او د پلاوي هركلي كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان خپل معيشت نړيوال ماركيټ لپاره نور پرانستلو او په نړيواله كچه تسليم شوو اقتصادي  پوهانو سره مشاورت لپاره عزم لري۔ وزيراعظم ووئيل د اقتصادي او مالياتي استحکام مشکل هدف  په کاميابۍ سره د  سر كولو نه پس اوس حكومت ژورو او د بنيادي نوعيت اداره جارتي اقتصادي اصلاحات لپاره موثر ګامونه اخلي، د دې مقصد په برآمدات اډانه د پرمختګ او پيداواري معيشت د نوې دور پېل باوري كول دي۔ وزيراعظم په دې خبره هم رڼا واچوله چې حکومت د قامي صنعت و پيداوار څانګې کارکردګي او د كار استعداد كښې زياتوالي ته خاص پام كوي او نېغ په نېغه غېر ملکي سرمايه کاري (اېف ډي آئي) راغب كولو لپاره  هم موثر اقدامات كولې شي۔ ده پلاوي ته ووئيل حکومت د سرکاري ملکيتي ادارو (اېس او ايز) معاشي افاديت او پائيدارۍ جاج اخستو لپاره په يو فعاله تګلاره عمل كوي چې له مخې ئې د قامي معيشت ښه والي او اقتصادي پرمختګ لپاره د دې ادارو د نجكارۍ لاره خپلولې كېږي۔ وزيراعظم په دې خبره خاص زور راوړو چې حکومت د معاشي ترقۍ عمل مؤثر او تند رفتاره كولو لپاره د  پوهانو ډلو او په وظيفائي توګه د جوګه افرادي قوت اهميت نه ښه خبر دے۔ ده ووئيل په دې تناظر كښې د پاکستان اقتصادي ترقي لا مستحكم كولو لپاره موثر، ذمه وار او فعاله نړيوال مشاورتي فرمز سره د نتيجې وړ او ګټژرې شراکت دارۍ لپاره چمتو يوو ٬  د الويريز اينډ مارسل شمالي امريکې آپريشنز منيجنګ ډائريکټر پيټر بريګز د ملاقات په كولو  د وزيراعظم مننه وكړه۔ هغه  نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه کارۍ ته ودې وركولو او نړيوالو اقتصادي  پوهانو سره مثبت روابط جوړولو لپاره د پاكستان د حکومت د عزم ستائنه وكړه۔ پيټر بريګز پاکستان كښې کاروبار لپاره د سازګار ماحول وده او يو پيداواري معيشت جوړولو لپاره د خپل فرم لخوا پاکستان سره په مؤثره رابطه کارۍ او مرستې له خوښي څرګنده  كړه۔ په ملاقات كښې وفاقي وزيران محمد اورنګزيب، احد خان چيمه، سردار اويس احمد خان لغاري، د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي، محمد علي او نور اعليٰ سرکاري چارواكي هم موجود ٶ۔ پيټر بريګز سره د الويريز اينډ مارسل په دبئي كښې منيجنګ ډائريکټر ډاکټر رضا باقر، په لندن كښئ منيجنګ ډائريکټر طارق حميد او په استنبول كښې منيجنګ ډائريکټر اونور اوکوتور هم موجود وٶ

مزید خبریں