اسلام آباد۔23اکتوبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار نن د جمعې په ورځ د ترکیې په استنبول ښار كښې د آر 4 (پاکستان، ترکیه ، سعودي عرب او مصر) خارجه وزيرانو غونډه كښې ګدون كوي ۔ د خارجه وزارت نه جاري بیان تر مخه مطابق نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ته د دې دورې بلنه د ترکيې خارجه وزير حاقان فیدان …
نائب وزیراعظم سېنېټر اسحاق ډار نن د ترکیې ښار استنبول كښې د آر 4 خارجه وزيرانو غونډه كښې ګدون كوي، خارجه دفتر

مزید خبریں
اسلام آباد۔23اکتوبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار نن د جمعې په ورځ د ترکیې په استنبول ښار كښې د آر 4 (پاکستان، ترکیه ، سعودي عرب او مصر) خارجه وزيرانو غونډه كښې ګدون كوي ۔ د خارجه وزارت نه جاري بیان تر مخه مطابق نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ته د دې دورې بلنه د ترکيې خارجه وزير حاقان فیدان وركړې ده ۔ د آر 4 (پاکستان، ترکیه ، سعودي عرب او مصر) خارجه وزيرانو د غونډې نه پس به د آر 4 پلس اي 3 خارجه وزيرانو غونډه كېږي چې پكښې به د اي 3 هېوادونه (برطانیه، فرانس او الماان ) هم ګدون كوي۔ دا د 7 هېوادونو تر مينځه په دې فارمیټ كښې به وړومبۍ غونډه وي ۔ په دې غونډو كښې مهم سيمه ايز پیش رفت ته به پام لرنه كولې شي او د ګډو چیلنجز مقابلې او د سيمه ايز امن و استحکام مخ په وړاندې بوتللو لپاره په كوټلې سفارتي تګلارو غور كولې شي ۔ د دورې په مهال به نائب وزیراعظم و خارجه وزیر د خپلو هم منصبو سره ملاقاتونه هم كوي ۔ غونډه كښې د پاکستان ګدون د رغنده سفارت کارۍ، سيمه ايزې مرستې او د شخړو امناكه هواري لپاره د پاکستان د پرله پسې عزم عکاسي كوي۔










