اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او مالديپ ترمېنځه د 20 کروړه ډالرو تجارتي حجم سر كولو لپاره د پوخ عزم څرګندونې سره ووئيل د مالديپ صدر دوره به د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو كښې مهم موړ او دوه اړخيزه تجارت و د سرمايه کارۍ ودې لپاره به ګېم چېنجر ثابته شي ٬ د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو ووئيل تجارت، سرمايه …
د 20 كروړه ډالرو تجارتي حجم سر كولو عزم لرو، د مالديپ صدر دوره به دوه اړخيزه تجارت و د سرمايه کارۍ ودې لپاره ګېم چېنجر ثابت شي، شهباز شريف۔ تجارت، سرمايه کارۍ او د مشترکه خوشحالۍ د نوي دور خوښي لرو۔ محمد معيزو

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او مالديپ ترمېنځه د 20 کروړه ډالرو تجارتي حجم سر كولو لپاره د پوخ عزم څرګندونې سره ووئيل د مالديپ صدر دوره به د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو كښې مهم موړ او دوه اړخيزه تجارت و د سرمايه کارۍ ودې لپاره به ګېم چېنجر ثابته شي ٬ د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو ووئيل تجارت، سرمايه کارۍ او د مشترکه خوشحالۍ د نوي دور خوښي لرو، اقتصادي شراکت داري به د دواړو هېوادونو اولسونو لپاره نوې موقعې رامخې ته كړي، د پاکستان تعميراتي او د انجينئرنګ کمپنۍ دې د مالديپ په پرمختيائي منصوبو كحې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ د مالديپ-پاکستان بزنس فورم ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، د وفاقي کابينې غړي، د مالديپ پلاوي غړي او كاروباري شخصيات ګډون كولو ۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د پاکستان مخلص دوست دے او د دوي دوره به د ورورولۍ اړيكې لا قوي كولو كښې مهم موړ ثابت شي۔ ده ووئيل پاکستان او مالديپ د ورورولۍ نزدې اړيكې په مضبوطه اقتصادي شراکت دارۍ بدلولو ته صلاح شوي دي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه تجارت زياتولو پرېكړه كړې ده، دا مهال د دوه اړخيزه تجارت حجم نزدې يو كروړ 30 لكه ډالره دے د كوم چې په راتلونكو دوو كالو كښې 20 كروړه ډالرو ته رسولو له اتفاق راغلے ۔ وزيراعظم ووئيل زه به د پاکستان او مالديپ کاروباري شخصيات او ادارو ته وئيل غواړم چې مونږ سره يوه موقع شته كومې څخه چې استفادې كولو سره مونږ دا په كوټلې عملي منصوبه بدلولې شو، دا هدف سر كولو لپاره به په ګده هڅې پكار راوستل وي۔ وزيراعظم ووئيل د مالديپ صدر وطن ته د ستنېدو نه وروستو به د پاکستان تاجرانو او کاروباري شخصياتو پشمول د لوړې كچې پلاوي مالديپ ته استولې شي د چا چې د مالديپ اړوند څانګو كښې د برامداتو تجربه وي، اړوند وفاقي وزيران او سرکاري چارواكي به هم په پلاوي كښې شامل وي۔ ده ووئيل مونږ له به بشپړه چمتوالي سره د تجارتي حجم سر كولو لپاره د معمول نه زياتې هڅې او محنت به كول وي۔ وزيراعظم د پاکستان او مالديپ ترمېنځه د فضائي رابطو په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه رابطې ډېر ضروري دي، اسلام آباد او د مالے ترمېنځه نېغ په نېغه د پروازونو پېل كولو عزم لرو، دا مهال د پاکستان او مالديپ ترمېنځه نېغ په نېغه فضائي پروازونه نشته۔ وزيراعظم ووئيل د هوا بازۍ وزارت ته د نېغ په نېغه پروازونو د سمدستي فزيبلټي جژړولو امر شوے دے دغسې چې نېغ په نېغه فضائي پروازونه چې څومره زر ممكن وي پېل شي۔ وزيراعظم ووئيل بحري رابطې هم د اهميت وړ دي، دې لپاره مطلوبه هدفونه سر كولو لپاره به هم اقدام كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل د مالديپ د يو صدر 11 كاله پس دا د پاکستان دوره ده، هيله لرو چې اوس به دا دورې متواتر كېږي۔ د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د پاکستان-مالديپ بزنس فورم ته خپلې وېنا كښې ووئيل دا فورم ډېر د اهميت وړ دے او د دې په تابيا او په دې كښې د ګډون په كولو د وزيراعظم محمد شهباز شريف مننه كوٶ۔ ده ووئيل د کاروباري شخصيات اجتماع ته وېنا كول زما لپاره د اعزاز خبره ده ۔ ده ووئيل مونږ پاكستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګورو كومې چې د ژورې ورورولۍ اړيكو نه عبارت دي۔ هغه ووئېل د پاکستان او مالديپ د اړيكو په 60 كاله تر سره كېدل د شريك باور او دوستۍ ثبوت دے، پاکستان او مالديپ د دوستانې او سفارتي باور ژور دے، د پاکستان سره تجارت، سرمايه کارۍ او د ګډې خوشحالۍ نوے دور غواړو ۔ صدر محمد معيزو ووئېل دا ډېر مناسب وخت دے چې موڼږ خپلې د ورورولۍ اړېكې په تجارتي روابط، سرمايه کارۍ او خوشحالۍ بدلې كړو ، هم دا سبب دے چې ما او وزيراعظم محمد شهباز شريف تېره ورځ دوه اړخيزه تجارت دوو كالو كښې تر 20 کروړ ډالرو رسولو ته اتفاق وكړو د كوم لپاره به چې هر ممكن هڅې كولې شي ٬ چې ورسره به نه يوازې کاروبارې موقعې راپيدا شي بلکې د سيمه اېزې خوشحالۍ او تل پاتي ترقي لپاره به مرسته تر لاسه شي ۔ هغه ووئېل غذائي تحفظ زمونږ لپاره ډېره د اهميت وړ معامله ده ، د پاکستان زرعي څانګه د مالديپ غذائي ضرورت تر سره كولو كښې مهم کردار ادا کوي۔ هغه ووئېل د پاکستان سره كر كېله، ټيکنالوجي، صنعت او د خدمات څانګو كښې بلها صلاحيت موجود دے۔ هغه ووئېل د پاکستان د دواروګانو جوړونكو کمپنيو او د روغتيا خدمات وركوونكو ادارو هر كلے كوو ۔ هغه د پاکستان تعميراتي او انجينئرنګ کمپنيو ته د مالديپ په پرمختيائي پروژو كښې د سرمايه کارۍ بلنې وركولو سره ووئېل دوي دې د شته موخو نه استفاده وكړي ، دوي ته به هر ممکن آسانۍ وركولې شي ۔ هغه ووئېل پاکستان او مالديپ اسلامي ماليات او د حلالو څيزونو په څانګو كښې هم مرسته زياتولي شي۔ د مالديپ صدر ووئېل مالديپ تر 2028ء د برېښنا ضروريات 33 فيصد د تجديد وړ توان څخه د پورا کولو هدف لري ، پاکستان او مالديپ د سمندري رابطو جوړولو ته اړتيا لري ۔ هغه ووئېل مونږ له يو داسې کوريډور جوړول غواړي چې ورسره تجارت په موثر ډول وده ومومي ۔ د مالديپ قامي ايئرلائن زر د مالے او کراچۍ تر مينځه د نيغ په نيغه فضائي پروازونو پېل كولو اراده لري چې ورسره به د تجارت او سېلګرۍ نوې موقعې راپېدا شي ۔ هغه سېلګرۍ، داروګانو جوړولو او د روغتيا څانګو كښې د شته موخو نه په استفادې كولو زور راوړو ۔ اقتصادي شراکت داري به د دواړو هېوادونو د اولس لپاره نوې موقعې راپيدا كړي ۔ د دې نه وړاندې د مالديپ د اقتصاد و ترقۍ وزير ، د ټرانسپورټ و تجارت وزير محمد سعيد بزنس فورم ته خطاب کولو سره د پاکستان حكومت د تود هر كلي او مېلمستيا مننه وكړه ۔ هغه ووئېل د دواړو هېوادونو د مشرانو شتووالے د مضبوطې اقتصادي شراکت دارۍ جوړولو د مشترکه عزم عکاس دے ۔










