اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د مالديپ وړومبۍ مېرمن ساجده محمد د ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان (ډريپ) دوره وكړه چې مقصد ېې د اولسي روغتيا تحفظ او محفوظ او تر معياري داروګانو رسنه باوري كولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ريګوليټري مرستې په اهميت رڼا اچول وو۔ د دورې په مهال وړومبۍ مېرمن ساجده محمد د اولسي روغتيا تحفظ او د داروګانو معيار په ځائے ساتلو …
د مالديپ وړومبۍ مېرمن ساجده محمد د ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) د مالديپ وړومبۍ مېرمن ساجده محمد د ډرګ ريګوليټري اتھارټي آف پاکستان (ډريپ) دوره وكړه چې مقصد ېې د اولسي روغتيا تحفظ او محفوظ او تر معياري داروګانو رسنه باوري كولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ريګوليټري مرستې په اهميت رڼا اچول وو۔ د دورې په مهال وړومبۍ مېرمن ساجده محمد د اولسي روغتيا تحفظ او د داروګانو معيار په ځائے ساتلو لپاره د ډريپ د قيادت او د وظيفائي صلاحيتونو وړ عملےې د خدمات او عزم ستائنه وكړه۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د همكارۍ په نوو موقعو هم رڼا واچولې شوه چې د لارې ئې د داروګانو تحفظ ته وده وركول ، ضابطه جاتي طريقه کار ښه كول او د صحت نظام په لا مستحكم كولو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔










