لاهور 22 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او سعودي عرب تاريخي او د ورورولۍ اړيكې په مضبوطه اقتصادي شراکت دارۍ، سرمايه کارۍ او کاروباري موقعو بدلولو زور راوړلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي مرستې ته پراختيا وركولو سره د ترقۍ او خوشحالۍ نوې امكانات پېدا كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ لاهور ليک سټي كښې د سعودي …
صدر مملکت آصف علي زرداري د سعودي پاکستان رئيل اسټيټ ايکسپو دوره، د پاکستان سعودي عرب اړيكې په مضبوطه اقتصادي شراکت دارۍ، سرمايه کارۍ او کاروباري موقعو بدلولو زور

مزید خبریں
لاهور 22 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او سعودي عرب تاريخي او د ورورولۍ اړيكې په مضبوطه اقتصادي شراکت دارۍ، سرمايه کارۍ او کاروباري موقعو بدلولو زور راوړلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي مرستې ته پراختيا وركولو سره د ترقۍ او خوشحالۍ نوې امكانات پېدا كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ لاهور ليک سټي كښې د سعودي پاکستان رئيل اسټيټ ايکسپو (سپريکس) دورې په مهال كړې چرته چې دوي ته په ايکسپو كښې ګډون كوٶنكو کمپنو، د هغوي منصوبو او د پاکستان رئيل اسټيټ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ په ممكنه موقع بريفنګ وركړو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر خان او د ليک سټي چيف ايګزيکټو آفيسر او د سعودي پاکستان بزنس کونسل غړي ډاکټر ګوهر اعجاز د صدر مملکت هركلے وكړو٬ په ايکسپو كښې د سعودي عرب رئيل اسټيټ او سرمايه کارۍ کمپنو پويلينز جوړ كړے شوي دي۔ په دې موقع د سعودي پاکستان بزنس کونسل چيئرمين شهزاده منصور بن محمد آل سعود او د کونسل نائب چيئرمېن عبدالعزيز الاشرفي هم موجود وٶ۔ په دې موقع صدر مملکت د پاکستان او سعودي عرب تاريخي او د ورورولۍ اړيكې په مضبوطه اقتصادي شراکت دارۍ، سرمايه کارۍ او کاروباري موقعو په بدلولو زور راوړلو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي مرستې ته پراختيا وركولو سره د ترقۍ او خوشحالۍ نوې امكانات پېدا كېدې شي٬ ده ووئېل سعودي عرب تل په سخته كښې د پاكستان ملګرتيا كړې كومه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تل پاتې دوستي او تزويراتي شراکت دارۍ عکاسي كوي۔ صدر مملکت پاکستان كښې غېر ملکي سرمايه کارۍ ته سهولت وركولو لپاره معاون او د سرمايه کار دوست ماحول په اهميت هم زور رواړو ۔ په دې موقع د پاکستان انټرنيشنل ايئرلائنز (پي آئي اے) فضائي عملې نوي يونيفارمز هم نندارتون لپاره وړاندې كړے شو۔










